نارووال 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اوبو د نوو پانګو جوړونه د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي مونږ له به د سيلابي صورتحال مخنيوي لپاره د لنډې٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې پاليسۍ وضع كول وي، د ټيم ورك د لارې د سېلاب په څېر د طبعي آفتونو مخنيوې كېدے شي، د پيشګي اطلاعات نظام په سبب زيان د لږ نه لږ شوے دے٬ پاكستان د …
د سيلابي صورتحال مخنيوي لپاره به د لنډې٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې پاليسۍ وضع كول وي٬ د ټيم ورك د لارې د سېلاب په څېر د طبعي آفتونو مخنيوې كېدے شي، د پيشګي اطلاعات نظام په سبب زيان د لږ نه لږ شوے ۔ وزيراعظم شهباز شريف
نارووال 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اوبو د نوو پانګو جوړونه د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي مونږ له به د سيلابي صورتحال مخنيوي لپاره د لنډې٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې پاليسۍ وضع كول وي، د ټيم ورك د لارې د سېلاب په څېر د طبعي آفتونو مخنيوې كېدے شي، د پيشګي اطلاعات نظام په سبب زيان د لږ نه لږ شوے دے٬ پاكستان د موسمياتي بدلون د ټولو نه زياتو ځپلو لسو هېوادونو كښې شامل دے٬ د رېسكيو او طبعي آفتونو څخه د رامخې ته صورتحال مخنيوي لپاره به ادارو له لا فعاله كېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په نارووال كښې د سېلاب ځپلو سيمو دورې په موقع د بريفنګ په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز شريف، وفاقي وزيران احسن اقبال، عطاء تارړ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم ته د پنجاب په دريابونو كښې د سېلاب او په اوبه ځنو سيمو كښې د رېسكيو او ريليف اپرېشن په اړه بريفنګ هم وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا نه وروستو اوس پنجاب بارانونو او د سېلاب صورتحال سره مخ دے٬ سېلاب څخه په شوې ځاني زيان غمژن يو، وفاقي وزيران، پاك پوځ٬ سول انتظاميه، اېن ډي اېم اے، رېسکيو 1122 ، د نارووال سياسي مشران او د نورو ادارو كردار د ستائنې ور دے، د چورلكو او بېړيو هم انتظام شوے دے٬ د پېشګي اطلاعات نظام په سبب زيان د لږ نه لږ شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2022 په سېلاب كښې خېبر پښتونخوا٬ د پنجاب سوئيلې ضلعې٬ بلوچستان او سندھ ته ډېر زيان رسېدلے ٶ، په لکھونو اېكړا ولاړه فصلونه تباه شوې وو او كروندګرو ته د اربو ډالرو زيان رسېدلے وو۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه پاكستان په ھغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د طبعي افتونو سره مخ دے او ماحولياتي بدلون څخه په زياتو ځپلو لسو هېوادونو كښې شامل دے، مونږ له به دا خبره په ذهن كښې ساتل پكار وي چې په راتلونكو كلونو كښې به دا سلسله روانه وي، اوس دا په مونږ منحصر ده چې مونږ څنګه د دې چېلنج مخنيوے كوٶ، ده ووئېل وفاق، څلور واړه صوبې، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان له به په ګډه د دې مقابله كول وي دغسې چې د راتلونكي صورتحال مخنيوے وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل دې مقصد له صوبو له په خپله كچه چمتوالے نيول دي، د وفاق په كچه به اېن ډي اېم اے او نورو اړوندو ادارو له په بشپړه توګه چمتو پاتي كېدل وي۔ ده ووئيل د اوبو ذخيره كولو صلاحيت به زياتول وي او دې لپاره به خپل وسائل كارول وي، دې سره به د سېلاب په صورتحال قابو وموندلے شي٬ كه د اوبو د ذخيره كولو صلاحيت مونږ نه لرو نو كه مونږ هر څومره هڅې وكړو نامكمل به وي۔ ده ووئيل مونږ له به وسائل پخپله جمع كول وي٬ په هېواد كښې وفاق او د صوبو ترمېنځه دا طاقت شته كه سر پرې خلاص كړے شي نو د دې حل به ولټولې شي٬ په راتلونكو كلونو كښې مونږ له د ماحولياتي چېلنج مخنيوے كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د اېپکس کمېټۍ په تېره غونډه كښې ما دا معامله پورته كړې وه چې اوبه ذخيره كولو استعداد د وخت ضرورت دے او د وخت ضائع كولو نه غېر د دې تياري پكار ده٬ د بھاشا او مومند ډېم تعمير ډېر مهم دے٬ دغسې د پنجاب په چنيوټ او نورو ځايونو كښې د اوبو ذخيره كولو صلاحيت پېدا كېدے شي، په شمالي سيمو كښې كوچني بندونه جوړېدې شي٬ رېسكيو او د قدرتي آفتونو څخه د رامخې ته شوې صورتحال مخنيوي ادارو له به لا فعاله كېدل وي٬ كه مونږ پېل ونه كړو نو د اوبو ذخيره كولو په عظيمو منصوبو ترسره كولو كښې به ډېر كلونه پكار وي٬ ده ووئېل د پنجاب نه وروستو به د سېلاب اوبه د سندھ په پلو مخه كوي٬ مونږ لاس په دعا يو چې په سېلاب كښې كمے راشي٬ دا يو چېلنج دے، مونږ له به په ګډه د دې چېلنج مخنيوي كول وي، د تباه شوو فصلونو مالكانو ته د زيانونو معاوضعه په سمدستي توګه وركولو په اړه د پنجاب وزيراعليٰ اعلان خوشبينه دے، دغسې چې كوم ځاني زيان شوے٬ كورونه ړنګ شوي د دغې زيان به هم ازاله كولې شي۔ د پنجاب وزيراعليٰ او د ھغوي ټوله ډله او اېن ډي اېم اے ته شاباش وائم او د پاك پوځ مننه كوٶ چې ټول په ګډه د زړه نه كار كوي، ګوردواره کرتارپور څخه د ياتريانو انخلاء لپاره د پنجاب وزيراعلٰې د چورلكې لېږولو امر كړے ٶ خو د موسم د خرابۍ په سبب بيا د بېړيو د لارې د هغوي انخلا باوري كړې شوه٬ ګوردواره کرتارپور د سکھ ورورولۍ مقدس ځاے دے، دغه ځائي څخه به د اوبو نكاسي كول وي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټننټ جنرل انعام حېدر ملك ووئيل د پشكال دا سلسله په مېداني سيمو كښې روانه ده، د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير او سيالکوټ ريجن كښې د غېر معمولي بارانونو څخه په دريابونو كښې سېلاب راغلے دے، د لويديزو دريابونو جريان د معمول له مخې دے٬ په ختيزو دريابونو كښې سېلابي صورتحال دے، په خانکي او قادرآباد كښې د د سېلاب جريان 10 لکه کيوسك دے٬ په هيډ ګنډا سنګھ والا د اوبو بهېدنه زياته ده۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰې مريم نواز شريف هم وېنا وكړه۔












