د سېلاب خطرو څخه بچ كيدو لپاره د درياب په غاړه جوړې ټولې غیرقانونی او غیر محفوظه ریزورټس به ړنګولې شي،چا سره به هم رعایت نه كېږي ۔ د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر مصدق ملك د آئی کیپ-سی آئی پی ایف اے کنفرنس ته وينا

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حکومت يوه تګلاره جوړه كړې چې ترمخه به يې د درياب په غاړه جوړ ټول غیرقانوني او غیرمحفوظه ریزورټس به د سېلاب خطرو څخه بچ كولو لپاره ړنګولې شي ٬ څوك چې څومره هم طاقتور وي د دې پريكړې څخه به مستثنیٰ نه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حکومت يوه تګلاره جوړه كړې چې ترمخه به يې د درياب په غاړه جوړ ټول غیرقانوني او غیرمحفوظه ریزورټس به د سېلاب خطرو څخه بچ كولو لپاره ړنګولې شي ٬ څوك چې څومره هم طاقتور وي د دې پريكړې څخه به مستثنیٰ نه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد ځائې هوټل كښې د انسټی ټیوټ آف چارټرډ اکائونټنټس آف پاکستان (آئی کیپ) او چارټرډ انسټی ټیوټ آف پبلك فنانس اینډ اکاؤنټنسی (سی آئی پی ایف اے) په شريكه مرسته” كوټلي اولسي مالیاتی نظم و نسق نظام جوړولو “ په سرخط کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔کنفرنس كښې د ماحولیاتي ، سماجي ، ګورننس او كوټلي نړيوال رجحانات په اړه د سېشن مشري وفاقی وزیر ډاکټر مصدق ملك وكړه۔کنفرنس ته وينا كښې ډاکټر مصدق ملك ووئيل دا لګژری ریزورټس كه هغه قانونی وي يا غیرقانونی، يواځې ودانۍ نه دي، سېلاب كښې دغه د میزائل غوندې لاندي كلي تباه كوي،ځاني او مالي زيان كوي۔وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د دغه ودانيو لري كولو لپاره ښكاره هدایات وركړې دي او په ښكاره ډول يې وئيلي دي چې مونږ به دغه ټولي ودانۍ ړنګوو،چا سره به هم رعایت نه كېږي ،په دې اړه هيڅ ډول استثنیٰ نشته