اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) پاکستان او بېلا روس د ترهه ګرۍ مخنيوي، بارډر سکیورټي او پولیس ټریننګ كښې مرستي زياتولو ته اتفاق كړے ۔د بېلاروس د كورنيو چارو وزير ایوان کبرکوف د پاکستان دورې په مهال د كورنيو چارو وزارت ته ورسيد نو د كورنيو چارو وزير محسن نقوی د هغه هركے وكړو۔په دې موقع دواړو وزيرانو ترمينځه يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه …
د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی سره د بېلاروس خپل هم منصب ایوان کبرکوف ملاقات، د ترهه ګرۍ مخنيوي، بارډر سکیورټي او پولیس ټریننګ كښې مرستي ته اتفاق
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) پاکستان او بېلا روس د ترهه ګرۍ مخنيوي، بارډر سکیورټي او پولیس ټریننګ كښې مرستي زياتولو ته اتفاق كړے ۔د بېلاروس د كورنيو چارو وزير ایوان کبرکوف د پاکستان دورې په مهال د كورنيو چارو وزارت ته ورسيد نو د كورنيو چارو وزير محسن نقوی د هغه هركے وكړو۔په دې موقع دواړو وزيرانو ترمينځه يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه خبري اتري وشوي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ملاقات كښې د پاکستان او بېلا روس د ترهه ګرۍ مخنيوي، بارډر سکیورټی او پولیس ټریننګ كښې مرستي زياتولو ته سلاح شول ۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه ایکسټراډیشن لوظنامې ته حتمی شکل وركولو سره عملدرآمد لپاره په پروټوکول لاس ليك وشو٬ دغسې د كورنيو چارو وزارت ترمينځه د يو جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړولو ته هم صلاح يوه شوه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی ووئيل جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړويدل به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ملاقات كښې دا هم پريكړه وشوه چې د نشه ائ توكو مخنيوي په څانګه كښې مرستي زياتولو له به ډير زر د مفاهمت په يادښت لاس ليك اوشي او پولیس ټریننګ ایکسچینج پروګرام به هم پېل كړے شي۔محسن نقوی ووئيل پاکستان بېلاروس سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د اړيكو په ټولو څانګو كښې د لا قوي كولو خوښي لري۔ده ووئيل د بېلاروس حکومت او سمندر پوري پاكستانيانو وزارت ترمينځه اوسنے مفاهمت خوشبينه دے چې ترمخه به يې د پاكستان ګڼو وګړو ته بېلا روس كښې د روزګار موقعې ترلاسه شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ هڅه كوو چې د جانچ پړتال نه پس ښه افرادي قوت بېلاروس ته ولېږو “۔ د بېلاروس د كورنيو چارو وزير ایوان کبرکوف ووئيل زمونږ هېواد د پاکستان سره شريكې مرستې ته لا وده وركول غواړي۔ هغه د پاکستاني قام يو محنتی قوم وګرځولو او د كورنيو چارو وزير محسن نقوی له يې د بېلاروس دورې كولو بلنه وركړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدری، داخله سیکرټری، سپېشل سیکرټری او ایډیشنل سیکرټریز ، کمانډنټ نېشنل پولیس اکیډمی، ډی جی سائبر کرائم، ډائریکټر اینټی نارکوټکس فورس او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔












