اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اکاٶنټنټس آف پاکستان (آئي کېپ) او د چارټرډ انسټي ټيوټ آف پبلک فنانس اينډ اکاٶنټنسي (سي آئي پي ايف اے) په شريكه مرسته د شورو په ورځ د ”تل پاتي اولسي مالياتي نظم و نسق نظام تشکيل" په سرخط د يو كامياب كنفرنس تابيا وكړه چې پكښې د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب خاص مېلمه ٶ۔ كنفرنس ته …
حکومت مالياتي اصلاحات ګړندي كولو، کارکردګي ښه كولو او د ځواب وركوٶنكې واكمنۍ نظام ته د ودې وركولو عزم لري۔ د خزانې وفاقي وزير سينېټر اورنګزېب
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اکاٶنټنټس آف پاکستان (آئي کېپ) او د چارټرډ انسټي ټيوټ آف پبلک فنانس اينډ اکاٶنټنسي (سي آئي پي ايف اے) په شريكه مرسته د شورو په ورځ د ”تل پاتي اولسي مالياتي نظم و نسق نظام تشکيل” په سرخط د يو كامياب كنفرنس تابيا وكړه چې پكښې د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب خاص مېلمه ٶ۔ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير د پاکستان مالياتي نظم و نسق نړيوال معيار سره د سمولو په ضرورت زور راوړو۔ وفاقي وزير د دې خبرې پخلے وكړو چې حکومت مالياتي اصلاحات ګړندي كولو، کارکردګي ښه كولو او د ځواب وركونكې حكمرانۍ نظام ته د ودې وركولو عزم لري۔ د ماحولياتي، سماجي٬ ګورننس او د تل پاتي نړيوالو رجحاناتو د سېشن مشري د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ملك وكړه٬ ده په موجوده نړيواله منظر نامه كښې د تل پاتې طرز عمل په اهميت زور راوړو۔ د آئي کېپ صدر سېف الله د پاکستان په پبلك سېکټر كښې سپېځلتيا ته ودې وركولو او اداره جاتي اصلاحات كولو لپاره د آئي کېپ د عزم تذكره وكړه۔ ده په كفنرنس كښې په فعاله ګډون د پاليسي سازو٬ پرمختيائي شراكتدارو او د صنعتي مشرانو مننه كولو سره په دې خبره زور رواړو چې دا ډول مشتركه اقدامات مالياتي استحکام ترلاسه كولو، ماحولياتي، سماجي او د ګورننس اصولو نفاذ او په اولسي ګټه د ګورننس اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو لپاره ضروري دي۔ د آئي کېپ د پبلک سيکټر کمېټۍ چيئرمين او د كونسل غړي خالد رحمٰن کنفرنس د پاکستان مالياتي كاكمنۍ طرز او د اداره جاتي استحکام په وده كښې يو مهم سنګ ميل وګرځولو او د سي آئي پي اېف اے ډائريکټر انټرنيشنل خالد حميد په نړيواله كچه د اولسي مالياتي نظم و نسق اصلاحات ته ودې وركولو او ګرده نړۍ كښې د مضبوط ګورننس تشكيل لپاره د خپلې ادارې د پوخ عزم تصديق وكړو۔ د دې نه علاوه نجكارۍ كمېشن لپاره وفاقي وزير محمد علي د اولسي مالياتي نظم و نسق مضبوطولو په اړه د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔












