وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د سېلاب په سبب پنجاب كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په اوسني سېلاب كښې په پنجاب كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده وووئيل د سېلاب اوبه دا مهال شاهدره ته رسېدلې دي او دا امكان دے چې په راتلونكو څو ساعته كښې ساهيوال او خوا …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په اوسني سېلاب كښې په پنجاب كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده وووئيل د سېلاب اوبه دا مهال شاهدره ته رسېدلې دي او دا امكان دے چې په راتلونكو څو ساعته كښې ساهيوال او خوا اوشا كوزې سيمې هم متاثره كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د سېلاب د قدرتي آفت په مهال زمونږ ټولې همدردۍ ځپلې اولس سره دي۔ په دې صورتحال كښې ده د ساهيوال ضلعي انتظاميه ته امر وكړو چې ھغوي چمتو اوسي٬ اولس سره دې انخلاء لپاره په وخت مرسته وكړي٬ هنګامي د ريليف اقدامات دې باوري كړي او د خطر وړ سيمو كښې دې د خبرداري پېغامونه جاري كړي۔