اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل احمد شريف چوهدري وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف او سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سپارښتنه پاك پوځ خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د مرستې په هلو ځلو كښې بشپړه برخه اخلي۔د مرستې كاروائيو په مهال د پاك پوځ دوه ځوانان شهيدان او دوه ژوبل شوي دي ۔په خېبرپښتونخوا كښې د مرستې هلو ځلو سره …
پاك پوځ خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د مرستې په هلو ځلو كښې بشپړه برخه اخلي۔د آئي اېس پي آر ډي جي احمد شريف چوهدري د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير او د اين ډي ايم اے چيئرمېن سره پرېس بريفنګ
اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل احمد شريف چوهدري وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف او سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سپارښتنه پاك پوځ خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د مرستې په هلو ځلو كښې بشپړه برخه اخلي۔د مرستې كاروائيو په مهال د پاك پوځ دوه ځوانان شهيدان او دوه ژوبل شوي دي ۔په خېبرپښتونخوا كښې د مرستې هلو ځلو سره سره د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد كاروائۍ روانې دي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سپارښتنه پاك پوځ خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د مرستې په هلو ځلو كښې بشپړه برخه اخلي۔د پاك پوځ ځوانانو نه علاوه يو انجينئر بريګيډ او 30 يونټس فلډ رېليف لپاره خذمات ترسره كوي۔په دې كښې يو انجينئر بريګيډ٬ 19 انفنټري٬ 7 انجينئرز او 4 ميډيكل يونټس شامل دي۔سېلاب ځپلو سيمو كښې د ميډيكل 29 كيمپونه لګولې شوي٬ د 20788 رنځورانو تراوسه پورې درملنه شوې٬ 28 زره كسان رېسكيو كړې شوي٬ځپلو سيمو كښې 225 ټنه راشن وركړے شوے۔ده ووئيل د خراب موسم باوجود د آرمي ايوي اېشن 26 پروازونه چلېدلې ٬د 3 لوي پولونه په مرمت كولو بحال كړے شوي٬ د آرمي انجينئرانو د سول انتظاميې سره په ګډه 104 سترې لارې بحال كړي دي ٬ ده ووئېل خېبرپښتونخوا كښې 100 او ګلګت بلتستان كښې 4 سړكونه بحال شوي۔ده ووئيل د ګوجرانواله ډويژن كښې انفنټري 6 يونټس٬ دوه انجينئر يونټس٬د بيړيو او نورو سامانونو سره موجود دې٬دوه ميډيكل كيمپ لګولې شوي٬د سول انتظاميې سره په ګډه 6 زره وګړي محفوظو ځايونو ته رسولې شوي۔ده ووئيل په وركنګ باؤنډري او پولو پاك پوځ چمتو دے۔د هېواد دفاع لپاره د پولې كومه هم چوكۍ نه ده خالي كړی شوې ۔ د فرائض ترسره كولو په مهال دوه ځوانان شهيدان او دوه ژوبل شوي دي۔ژوبل شوو كرتارپور صاحب كښې د انخلا په آپرېشن كښې برخه اغسته۔ ده ووئېل د پاك پوځ انجينئرانو پنځه بيړۍ د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخستې٬قصور او چونياں كښې څلور انفنټري او يو انجينئر يونټ تعينات دے۔ 9 زره څخه زيات وګړي او څاروي محفوظو ځايونو ته رسولې شوي٬ ده ووئېل رېليف سنټر او كيمپ هم جوړ شوي ٬بهاولپور او بهاولنګر كښې د كوم هم هنګامي صورتحال مخ نيوي لپاره څلور انفنټري او يو انجينئرنګ يونټ تعينات كړے شوے٬رېليف كيمپ هم جوړ كړے شوي ٬د دې نه علاوه چرته چې د سېلاب خطر دے٬ هغه ځائے نه دوه زره كسان ويستلې شوي ۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې پاك پوځ٬ايف سي او قانون نافذ كونوكې ادارې د مرستې هلو ځلو سره سره د خوارج او ترهه ګرو په ضد عمليات روان ساتلي دغسې چې ترهه ګر د موجوده صورتحال څخه څه ګټه پورته نه كړي۔ده ووئيل پاك پوځ د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه٬د وفاقي او صوبائي حكومتونو او سول ادارو سره په ګډه په دې سخت وخت كښې د مرستې هلې ځلې روانې ساتلې۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك ووئيل د پشكال بارانونو 8م سپيل روان دے٬د دې نه پس به آخري سپيل وي٬د هند په غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو كشمير كښې بارانونه شوي٬تېره شپه د جمو په اړخونو كښې 300 ملي ميټره څخه زيات باران شوے٬هلته د بارانونو او كلاؤډ برسټ له امله لويې زيان شوے٬ده ووئيل اباسين كښې په كالا باغ٬چشمه او تر تونسه اوبه د معمول له مخې بهېږي ٬په جهلم درياب تر منګلا اوبه د معمول له مخې روانې دي ٬ ده ووئېل په چناب درياب كښې د مراله په مقام تېره شپه اوبه تر 7 لكه كيوسك رېكارډ كړې شوې٬اوس د هغې شدت 5نيم لكه كيوسك دے٬شمالي ختيزو سيمو كښې د بارانونو په شدت كښې د كمي له امله به دا فشار نور هم كم شي۔ ده ووئېل د هند څخه ستلج٬چناب او راوي سيندونو كښې اوبه پريښودلې شوي۔په خانكي سيمه لس لكه كيوسك اوبه بهېږي ٬قدر آباد كښې آرمي انجينئرز او د پنجاب پي ډي ايم اے د فشار كمولو لپاره د شګاف اچولو منصوبه بندي كوي۔د خانكي او قدرآباد ترمينځه راروانو 14 ساعتو كښې د شدت په ځاے پاتې كېدو امكان دے۔شاهدره او بلوكي كښې فشار زياتېږي٬اوس دلته د مينځنۍ درجې سېلاب دے۔ده ووئيل راروانو څو ورځو كښې سيالكوټ٬ناروال٬ګوجرانواله او خوا او شا سيمو كښې د نورو بارانونو امكان دے چې له امله به يې په دغه دريابونو او خاص توګه شاهدره بلوكي سيمه فشار زيات شي۔ ده ووئېل په 2023 كښې هم په دومره شدت سره اوبه راغلې وې چې له امله يې ګڼ شمېر وګړو انخلا كړې وه۔دا وخت په سليمانكي سيمه د يو لك٬ په هيډ اسلام د 50 زره څخه زيات كيوسك روان دے۔ده ووئيل په راروانو څو ورځو كښې ستلج درياب سره نزدې اوسېدونكو له محفوظ ځايونو ته تللو ته اړتيا ده۔پاك پوځ٬رينجرز٬ريسكيو 1122 ٬ د پنجاب پي ډي ايم اے٬د نورو ادارو سره په ګډه تراوسه 2 لكه لس زره څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته رسولي دي ۔ډي جي آئې ايس پي آر ووئېل د سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اړخه ملټري فارميشنز ته سپارښتنه شوې د هغې له مخې پاك پوځ د پنجاب پي ډي ايم اے او نورو ادارو سره په ګډه د مرستې هلو ځلو كښې برخه اخلي۔ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به د سندھ حكومت سره په ګډه اولس له د آرلي وارننګ نظام ترمخه په كوټري او ګدو د ټولو شمېرو څخه د سندھ پي ډي ايم اے خبرولې شي دغسې چې د وګړو په وخت انخلا باوري كړی شي۔ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه اين ډي ايم اے 5 زره خيمې د پنجاب پي ډي ايم اے له مخې وركړې دي۔وزيراعظم به ډېر زر د ځپلو سيمو دوره هم وكړي۔ده ووئيل د باران نوې سپيل به د 29 اګست نه تر 9 ستمبر روان وي۔په دغه سيمو كښې د نور باران امكان دے۔د اړوندو سيمو نه پي ډي ايم ايز خبر كړې شوې٬د اين ډي ايم اے په ډيزاسټر الرټ ايپ ټول معلومات موجود دي۔












