بارسلونا 27 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي سمندر پورې پاكستانيان د هېواد وياړ دے، سپين عمر له د كشمير او فلسطين په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے٬ د ډبل سټيزين شپ په معامله په سپېن كښې د پېشرفت هيله شته، د سپېن دورې په مهال مهمو حكومتي او سياسي شخصياتو سره ملاقاتونه شوي چې پكښې خارجه وزير او د خارجه چارو …
سمندر پورې پاكستانيان د هېواد وياړ دے، سپين عمر له د كشمير او فلسطين په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے۔ ګورنر فيصل كريم كنډي
بارسلونا 27 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي سمندر پورې پاكستانيان د هېواد وياړ دے، سپين عمر له د كشمير او فلسطين په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے٬ د ډبل سټيزين شپ په معامله په سپېن كښې د پېشرفت هيله شته، د سپېن دورې په مهال مهمو حكومتي او سياسي شخصياتو سره ملاقاتونه شوي چې پكښې خارجه وزير او د خارجه چارو كمېټۍ مشر هم شامل وو۔ د شورو په ورځ بارسلونا كښې د پاك فيډريشن سپين مشرانو اياز عباسي، پروېز جاني، راجه مختار سوني، د كشمير كونسل د اروپائي ائتلاف چيئرمېن علي رضا سيد او په سپېن كښې د پيپلز پارټۍ صدر چوهدري اشتياق سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ګورنر ووئيل د اوسني تباهۍ كونكې سېلاب په سبب ما له د سپېن خپله دوره مختصر كول وو٬ بيا هم ده ووئيل په دې مهال په ملاقاتونو كښې په موسمياتي بدلون، دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې په چارو تفصيلي خبرې شوي دي۔ فېصل كريم كنډي ووئيل سپين عمر له د كشمير او فلسطين په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كړے ٬ په دې د پاكستان حكومت او اولس د دوي مننه كوي۔ ده ووئيل هند سره د جنګ په مهال هم سپين د پاكستان د موقف تائيد كړے۔ ده ووئيل په برسلز كښې هم د مرستې نړيوالو ادارو سره ملاقاتونه شوي٬ دغسې چې د سېلاب ځپلو زر او بشپړه بحالي باوري كړې شي۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د هېواد وياړ دے












