اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د سپین سینیټر وېسنټ ایزپیټارټ پیریز ملاقات کړے ٬ په دې مهال په تجارتي او د كلتوري پلاويو تبادلو كښې په تندۍ راوستلو او اولسي رابطو ته په ودې وركولو زور راوړلے شو۔ ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان او سپین ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي قوي كول د وخت ضرورت دے،د توان ، موسمیاتی …
د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د سپین سینیټر وېسنټ ایزپیټارټ پیریز ملاقات، تجارتی، كلتوري پلاويو تبادلو كښې په تندي راوستلو او اولسي رابطو ته په ودې وركولو زور راوړلے شو
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د سپین سینیټر وېسنټ ایزپیټارټ پیریز ملاقات کړے ٬ په دې مهال په تجارتي او د كلتوري پلاويو تبادلو كښې په تندۍ راوستلو او اولسي رابطو ته په ودې وركولو زور راوړلے شو۔ ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان او سپین ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي قوي كول د وخت ضرورت دے،د توان ، موسمیاتی بدلونونو، سکیورټی څانګو كښې د مرستي زياتولو پراخه ګنجائش شته۔ د سېنېټ چیئرمېن د سپین تاریخی ، ثقافتی ورثې ستائنه وكړه۔ملاقات كښې د آئی اېس سی په نومبر كښې په كيدونكي کنفرنس هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل بین الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس(آئی ایس سی) يو مهم فورم دے۔د سېنېټ چیئرمېن د سپین پارلیمانی پلاوي ته د آئی ایس سی اسلام آباد كښې كيدونكي کنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔دغسې سېنېټ چیئرمېن د سپین د سېنېټ غړي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔












