وفاقي وزير انجينيئر امير مقام په استور كښې د پرونشل ايمرجنسي سنټر دوره

استور 27 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پرونېشل ايمرجنسي سنټر دوره كړې٬ د ګلګت بلتستان چيف سيكريټري ابرار احمد مرزا او ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ډائريكټر جنرل د وفاقي وزير هركلے كړے۔ داخله سيكرټري علي اصغر او ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ډائريكټر جنرل وفاقي وزير ته د ځپلو سيمو او د مرستې د جاري كارائيو په اړه …

استور 27 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پرونېشل ايمرجنسي سنټر دوره كړې٬ د ګلګت بلتستان چيف سيكريټري ابرار احمد مرزا او ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ډائريكټر جنرل د وفاقي وزير هركلے كړے۔ داخله سيكرټري علي اصغر او ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ډائريكټر جنرل وفاقي وزير ته د ځپلو سيمو او د مرستې د جاري كارائيو په اړه تفصيلي بريفګنګ وركړٶ او د سېلاب په سبب په رامخې ته شوي صورتحال يې رپورټس هم وړاندې كړل۔ په دې موقع كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره فيډرل سيكريټري ظفر حسن او پخوانې وزيراعليٰ او د مسلم ليګ ن صوبائي صدر حفيظ الرحمن هم وفاقي وزير سره وٶ۔ وفاقي وزير د انتظاميه د هلو ځلو ستائنې كولو سره د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير امر وكړو چې په ځپلو سيمو كښې دې په سمدستي توګه ريليف باوري كړے شي۔