نېشنل پوليس اكېډمي كښې د ادارې د تنظيم نو په اړه د داخله وزير په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د نېشنل پوليس اکيډمي دورې په مهال د ادارې د تنظيم نو په اړه د غونډې مشري كړې ده ۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په تېره غونډه كښې په شوو پرېكړو د عملدرامد او د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د بريفنګ …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د نېشنل پوليس اکيډمي دورې په مهال د ادارې د تنظيم نو په اړه د غونډې مشري كړې ده ۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په تېره غونډه كښې په شوو پرېكړو د عملدرامد او د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ته ووئيل شول د تربيې په پروګرام كښې د تهاڼو باقاعده دورې٬ د سېف سټي پراجېكټ٬ اېف آئي اے٬ سائبر كرائم او د فرانزك په څانګو كښې اټيچمنټ شامل كړے شوے دے۔ په دې موقع تربيه ترلاسه كوٶنكو اے اېس پيز په نېشنل پوليس اکيډمي كښې د سهولتونو په بهترۍ د داخله وزير محسن نقوي مننه وكړه۔ په دې موقع د نېشنل پوليس اکيډمي ډپټي کمانډنټ، د اسلام آباد چيف کمشنر، د سي ډي اے د انجينئرنګ غړٶ او نور لوړ پوري هم موجود وو۔