وفاقي وزير محسن نقوي د نيشنل پوليس اکيډمي دوره، هاسټل په 5 مياشتو كښې د بشپړولو امر

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د نېشنل پوليس اکيډمي دورې كولو په مهال د اکيډمۍ اپ ګريډېشن پراجيکټ تندولو، د 126 کوټو پشمول د 11 منزله هاسټل په پنځو مياشتو كښې د بشپړولو٬ د تربيي ترلاسه كوٶنكو افسرانو په اېف آئي اے، فرانزك ايجنسۍ او نورو ادارو كښې د اټيچمنټ په پرېكړو د پېشرفت جاج واخست او د نېشنل کمانډ کورس بشپړٶنكې …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د نېشنل پوليس اکيډمي دورې كولو په مهال د اکيډمۍ اپ ګريډېشن پراجيکټ تندولو، د 126 کوټو پشمول د 11 منزله هاسټل په پنځو مياشتو كښې د بشپړولو٬ د تربيي ترلاسه كوٶنكو افسرانو په اېف آئي اے، فرانزك ايجنسۍ او نورو ادارو كښې د اټيچمنټ په پرېكړو د پېشرفت جاج واخست او د نېشنل کمانډ کورس بشپړٶنكې اے اېس پيز ته يې د اېم اېس کريمنالوجي او پوليس اسټډيز سندونو وركولو منظورۍ پشمول د يو شمېر مهمو اقداماتو اعلان وكړو۔ محسن نقوي په نېشنل پوليس اکيډمي كښې د جوړېدونكې هاسټل د كار معائنه وكړه او امر ئې وكړو چې د تعميراتي كار په رفتار سره سره په معيار كومه سودا ونه كړئ۔ وفاقي وزير د سوئمنګ پول دوره هم وكړه او په دې موقع يې د تربيه ترلاسه كوٶنكو افسرانو ترمېنځه د مقابلې مشاهده وكړه او د پروبيشنرز او انسټرکټرز ئې ډاډګيرنه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير د كلاس رومز دوره كولو سره سره په مېس كښې د خوراك د معيار جاج واخست۔ په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي د تربيې ترلاسه كوٶنكو افسرانو تجويزونه واورېدل او د سهولتونو د لا ښه كولو د اقداماتو يې باور وركړٶ۔