اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) پاکستان د غزه په خان يونس سيمه كښې په نصر روغتون د اسرائيل د فضائي بريدونو سختې غندنې كولو سره وئيلي دي نړيواله ورورولي دې اسرائيل په وحشيانه جرمونو ځواب وركونكے وګرځوي او د هغوي د بې رحمه جارحيت لاره نيولو لپاره دې موثر اقدامات وكړې شي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د غزه …
نړيواله ورورولي دې اسرائيل په وحشيانه جرمونو ځواب وركونكے وګرځوي٬ د يرغل لارې نيولو لپاره دې موثر اقدامات وكړے شي۔ پاکستان
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) پاکستان د غزه په خان يونس سيمه كښې په نصر روغتون د اسرائيل د فضائي بريدونو سختې غندنې كولو سره وئيلي دي نړيواله ورورولي دې اسرائيل په وحشيانه جرمونو ځواب وركونكے وګرځوي او د هغوي د بې رحمه جارحيت لاره نيولو لپاره دې موثر اقدامات وكړې شي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د غزه په خان يونس سيمه كښې په نصر روغتون د اسرائيل د فضائي بريدونو سخته غندنه كوي د كومو په نتيجه كښې چې د څلورو خبريالانو او د يو رېسكيو اهلكار پشمول د لږ نه لږ 21 بې ګناه كسان مړه شوي دي۔ وياند ووئيل په طبي مركز وحشيانه او سفاکانه بريد او عام وګړي او خبريالان پرله پسې په نخښه كول د نړيوالو بشري حقونو د قوانين او د د خپلواكه صحافت په جار خلاف ورزي ده، نړيواله ورورولي دې اسرائيل په وحشيانه جرمونو ځواب وركونكے وګرځوي او د هغوي د بې رحمه جارحيت لاره نيولو لپاره دې موثر اقدامات وكړي۔












