اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د سېلابی صورتحال مخنيوي لپاره پاور ډویژن ډسکوز ته ناڅاپي الرټ جاري كړے دے۔د شورو په ورځ د توان وزارت (پاور ډویژن) د اړخه جاري شوي بيان له مخې ټول ډسکوز دې د بارانونو او سېلاب په مهال د بجلۍ پرله پسې وركړه باوري كړي،سېلابی صورتحال كښې د بجلۍ انفراسټرکچر تحفظ لپاره دې خصوصي اقدامات وكړے شي۔ پاور ډویژن …
په ټول هېواد كښې د سېلابی صورتحال مخنيوي لپاره پاور ډویژن ډسکوز ته ناحاپي الرټ جاري كړو
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د سېلابی صورتحال مخنيوي لپاره پاور ډویژن ډسکوز ته ناڅاپي الرټ جاري كړے دے۔د شورو په ورځ د توان وزارت (پاور ډویژن) د اړخه جاري شوي بيان له مخې ټول ډسکوز دې د بارانونو او سېلاب په مهال د بجلۍ پرله پسې وركړه باوري كړي،سېلابی صورتحال كښې د بجلۍ انفراسټرکچر تحفظ لپاره دې خصوصي اقدامات وكړے شي۔ پاور ډویژن له مخې سب سټېشنز، فیډرز او کنټرول رومز محفوظولو لپاره دې اقدامات وكړے شي، د آپریشنل ډلي دې د هنګامی حالات مخنيوي لپاره چمتو شي۔ پاور ډویژن له مخې پاور ډویژن كښې فلډ مانیټرنګ سیل جوړ شوے،۔ډسکوز ته په ورځ كښې دوه وارې د صورتحال رپورټ جمع كولو حکم شوے۔ پاور ډویژن ډسکوز ته د ځائې ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي او نورو ادارو سره د نزدې رابطه ساتلو سپارښتنه كړې ده ۔












