اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي) د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اوسني سېلاب صورتحال له مخې د ګلګت صوبائي ايمرجنسي كنټرول روم دوره كړې۔د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ابرار احمد مرزا او د ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ډائرېكټر جنرل د وفاقي وزير هركلے وكړو۔داخله سېكرټري علي اصغر او د جي بي ډي ايم اے ډي جي د ځپلو سيمو او روانې مرستې كاروائيو په اړه وفاقي …
د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د ګلګت صوبائي ايمرجنسي كنټرول روم دوره
اسلام آباد 27 اګست(اے پي پي) د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اوسني سېلاب صورتحال له مخې د ګلګت صوبائي ايمرجنسي كنټرول روم دوره كړې۔د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ابرار احمد مرزا او د ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ډائرېكټر جنرل د وفاقي وزير هركلے وكړو۔داخله سېكرټري علي اصغر او د جي بي ډي ايم اے ډي جي د ځپلو سيمو او روانې مرستې كاروائيو په اړه وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔په دې موقع د چيف سېكرټري پشمول اعلٰی سركاري چترواكو د سېلاب څخه د پېدا شوي صورتحال رپورټس وړاندې كړل۔د كشمير او ګلګت بلتستان فيډرل سېكرټري ظفر حسن٬پخوانې وزيراعلٰی او د مسلم ليګ(ن)ګلګت بلتستان صوبائي صدر حافظ حفيظ الرحمان٬صوبائي وزير انجينئر محمد انور او صوبائي وزير غلام محمد هم وفاقي وزير سره موجود وو۔وفاقي وزير د انتظاميې هلو ځلو ستائېلو سره د وفاقي حكومت لخوا بشپړه مرستې باور وركړو او هدايت يې وكړو چې ځپلو سيمو كښې سمدستي رېليف باوري كړئ۔د دې نه علاوه وزيراعظم محمد شهباز شريف هم سېلابي صورتحال او مرستې كاروائيو نيغ په نيغه څارنه كوي












