وفاقي حکومت به پنجاب كښې په اوسني سېلابی صورتحال كښې بشپړه مرسته كوي،ګجرات، سیالکوټ، لاهور كښې د ممکنه اربن فلډنګ مخنيوي له به ټول ضروري انتظامی اقدامات كولې شي۔وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي وفاقي حکومت خېبر پښتونخوا كښې ا د وسني سېلابی صورتحال ترمخه هر ممکن مرسته كړې، پنجاب كښې به هم وفاقي حکومت بشپړه مرسته كوي ،ګجرات، سیالکوټ، لاهور كښې د اربن فلډنګ ممکنه صورتحال مخنيوي له به ټول ضروري انتظامي اقدامات كولې شي، اولسي نمائندګان او حکومتي ادارې دې سېلاب ځپلو سيمو نه په وخت وتل ،محفوظ ځايونو …

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي وفاقي حکومت خېبر پښتونخوا كښې ا د وسني سېلابی صورتحال ترمخه هر ممکن مرسته كړې، پنجاب كښې به هم وفاقي حکومت بشپړه مرسته كوي ،ګجرات، سیالکوټ، لاهور كښې د اربن فلډنګ ممکنه صورتحال مخنيوي له به ټول ضروري انتظامي اقدامات كولې شي، اولسي نمائندګان او حکومتي ادارې دې سېلاب ځپلو سيمو نه په وخت وتل ،محفوظ ځايونو ته منتقل كول او د مرستې د کارروائیو كوټلې نګرانی وكړي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پنجاب كښې د بارانونو او راوي ، ستلج او چناب سيندونو كښې سېلابی صورتحال ترمخه د راپيدا شوو مسئلو او تر اوسه د اقدامات جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزیرانو احسن اقبال، اوېس احمد لغاري ، ډاکټر مصدق ملك، عطاء الله تارړ، احد خان چیمه،د این ډی اېم اے چیئرمېن او سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د این ډي اېم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك وزیراعظم له دريابونو كښې د سېلابي صورتحال او ځپلو سيمو كښې د وړاندې څخه د وتلو ، محفوظو ځايونو ته د منتقل كولو او د مرستې سامان ترسیل په اړه بریفنګ وركړو۔ د این ډی اېم اے چیئرمېن ووئيل ریسکیو 1122، سول ډیفنس، رینجرز، پی ډی اېم اے او نوري ادارې په زړه پورې كار كوي۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د پنجاب په ځيني سيمو كښې د سېلابی صورتحال زيانونو څخه بچ كيدو لپاره وړاندې څخه انخلاء لپاره د پوځي ځوانانو او پولیس خدمات ترلاسه كړې شوي۔غونډي ته ووئيل شول چناب درياب كښې د اوبو اخراج زياتيدو ترمخه هیډ مراله او خانکی سيمه كښې د لوړو درجې سېلاب اندیښنه ده،د ځپلو په وخت انخلاء لپاره 2000 ټركونه وركړې شوي دغسې چې د كوم هم صورتحال مخنيوي لپاره چمتو وي، راوی درياب كښې جسټر او شاهدره او ستلج درياب كښې ګنډا سنګھ والا او د سلیمانکی په سيمه د اوبو د اخراج فشار زيات دے، خانکی، بلوکي او قادر آباد كښې د اوبو اخراج له امله د پيدا شوي فشار نګرانی کیږي۔ وزیراعظم ووئيل تيره ورځ وفاقي حکومت او این ډی اېم اے د اړخه سېلابي صورتحال او د بارانونو خبرتيا په وخت ميډيا له وركولو څخه د قیمتی ځاني زيان مخ نيوے شوے،وړاندې څخه د اطلاع وركولو دا سلسله به نوره هم په ښه ډول وړاندې بوتللې شي ، این ډي اېم اے تر اوسه د پنجاب ځپلو سيمو لپاره 5 زره خیمې وركړي٬ د نور ضروری سامان ترسېل به روان وي،ګجرات، سیالکوټ، لاهور كښې د اربن فلډنګ ممکنه صورتحال مخنيوي لپاره ټول ضروري انتظامي اقدامات به كولې شي، ده امر وكړو پنجاب كښې سېلابی صورتحال ترمخه د دبجلۍ غير تعطل وركړې ، د مواصلات ذريعې او سړکونو بحالۍ لپاره د مواصلات وزير ٬ د توان وزیر،د توان سیکرټري او د این ایچ اے چیئرمېن دې لاهور ته لاړ شي او د صوبائی حکومت سره دې عملي او بشپړه مرسته وكړي۔ وزیراعظم ووئيل كومه هم صوبه كښې د سېلابی صورتحال له امله پيدا شوې مسئلې به د هېواد په كچه په بشپړه همغږۍ سره حل كولې شي، وفاقي حکومت به خېبر پښتونخوا كښې د اوسني سېلابی صورتحال ترمخه هر ممکن مرسته كوي ، پنجاب كښې به هم وفاقي حکومت بشپړه مرسته كوي۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې سندھ كښې د سېلابی چپې د وړاندې څخه اطلاع وركول باوري كړې شي دغسې چې ممکنه زيانونو څخه خلق وساتلې شي، ده ووئېل اولسي نمائندګان او حکومتی ادارې دې سېلاب ځپلو سيمو كښې په وخت انخلاء، محفوظ ځايونو ته منتقلي او د مرستې کاروائیو څارنه وكړي، سېلابی صورتحال ترمخه د ځاني او مالي زيان، فصلونو او د څاروو ممکنه زيان څخه بچ كولو له دې كوټلي حفاظتي اقدامات وكړے شي،سېلابی صورتحال سره د مخ شوو ټولو ضلعو اود تحصیل په كچه پېښې مسئلې دې د ځائي او صوبائی انتظامیې سره په ګډه په هنګامی بنیادونو حل كړې شي۔