وزیراعظم د سیلاب صورتحال څخه خبر دے ٬ وزيراعظم ستلج درياب سره پيوستو سيمو او نورو ځايونو څخه كسانو محفوظ ځايونو ته د منتقل كول هدايت كړے دے: وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وزیراعظم د مون سون بارانونو څخه وروستو د راغلي سېلاب صورتحال څخه خبر دے ٬ وفاقي حكومت په صورتحال نظر ساتي ٬ وزيراعظم ستلج درياب سره پيوستو سيمو او نورو ځايونو څخه كسان محفوظ ځايونو كښې ريليف كېمپونو ته د منتقل كول هدايت كړے دے٬ په سېلابي صورتحال قابو موندلو له اېن ډي اېم …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وزیراعظم د مون سون بارانونو څخه وروستو د راغلي سېلاب صورتحال څخه خبر دے ٬ وفاقي حكومت په صورتحال نظر ساتي ٬ وزيراعظم ستلج درياب سره پيوستو سيمو او نورو ځايونو څخه كسان محفوظ ځايونو كښې ريليف كېمپونو ته د منتقل كول هدايت كړے دے٬ په سېلابي صورتحال قابو موندلو له اېن ډي اېم اے٬ صوبائي حكومتونو او پي ډي اېم اېز سره په پرله پسې رابطه كښې يوو۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېسكيو او بحالۍ فعاليتونو جج اغستو غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې غونډه كښې د مون سون بارانونو څخه وروستو د سېلابي صورتحال جاج واغستے شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حیدر ملک غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په غونډه كښې د ټولو صوبو ستر سېكتران او د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير استازي موجود وو۔ وفاقی وزیر ووئيل په غونډه كښې په راتلونكو ورځو كښې د موسم په صورتحال او د ريليف او ريسكيو اقداماتو په اړه خبرې وشوې۔ده ووئيل وفاقي حكومت په صورتحال پرله پسې نظر ساتلے دے۔ ده ووئيل وزيراعظم احكامات جاري كړي دي چې نور ګامونه دې پورته كړې شي۔