د موټرويز بيرئير فري كولو پشمول اے آئي سسټم او اي ټيګ دې موثره كړې شي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان ګرد هېواد كښې موټرويز د عصري هېوادونو په طرز بيرئيرز فري كولو او د اي ټيګ نظام لا موثره كولو امر كړے دے٬ په وړومبي پړاٶ كښې به اېم ون او اېم ټو موټروېز لپاره آرټيفيشل انټيلي جنس سسټم لاګو كېږي۔ د نيشنل هائي وے اتھارټي په هيډکوارټر كښې د لوړې كچې غونډې مشري كولو سره عبدالعليم …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان ګرد هېواد كښې موټرويز د عصري هېوادونو په طرز بيرئيرز فري كولو او د اي ټيګ نظام لا موثره كولو امر كړے دے٬ په وړومبي پړاٶ كښې به اېم ون او اېم ټو موټروېز لپاره آرټيفيشل انټيلي جنس سسټم لاګو كېږي۔ د نيشنل هائي وے اتھارټي په هيډکوارټر كښې د لوړې كچې غونډې مشري كولو سره عبدالعليم خان امر وكړو چې په ټولو سترو لارې دې کمپيوټرائزډ مانيټرنګ سسټم نافذ كړې شي د اوور سپيډ پشمول د ټرافېك قوانينو په خلاف ورزۍ د ګاډو مالكانو ته بايد موبائل پېغام ورسولې شي۔ ده دا هم امر وكړو چې په سترو لارو دې يو ډول کمرشل پاليسي او ډيجيټلائزډ وصولي باوري كړې شي۔