د وزيراعظم سيلاب ځپليو سيمو څخه د ګير شوې كسانو ويستلو اپريشن ګړندي كولو امر ٬ ځپلې سيمو ته دې خوراك٬ داروګان او خيمے رسول باوري كړې شي

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سېلاب ځپلې سيمو څخه د ګېر شوې كسانو د ويستلو اپرېشن تندولو او ځپلې سيمو ته د خوراك٬ داروګانو او خېمو رسول باوري كولو امر كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د سېلابي صورتحال او د مرستې …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سېلاب ځپلې سيمو څخه د ګېر شوې كسانو د ويستلو اپرېشن تندولو او ځپلې سيمو ته د خوراك٬ داروګانو او خېمو رسول باوري كولو امر كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د سېلابي صورتحال او د مرستې د كاروائيو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم امر وكړٶ چې د ستلج درياب سېلاب ځپليو سره مرسته كولو له دې د پنجاب په ضلعو كښې رېسكيو اپرېشنز لا ګړندې كړې شي۔ وزيراعظم په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته د پنجاب ډيزاسټر مينجمنټ ادارې سره په رابطه كښې د پاتې كېدو امر وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او د مرستې په هلو ځلو بريفنګ وركولو سره ووئيل شول چې په ستلج درياب كښې د سېلاب په اړه د پېشګي اطلاع په سبب د آبادۍ انخلاء له امله په ځپلې سيمو كښې تر اوسه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې٬ په ځپلې ضلعو كښې د اړوند ادارو لخوا رېسكيو اپرېشنز جاري دے، تر اوس 74 زره 74 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې دي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې په ضلع نارووال كښې د لهري بند سېلاب څخه په ځپلې سيمه كښې د ځائي آبادۍ انخلاء باوري كوٶ، د خېبرپښتونخوا په ځپلې سيمو كښې د بجلۍ د بحالۍ كار جاري دے ۔ غونډې ته ووئيل شول چې په ګلګت بلتستان كښې د قامي ستري لارې 2 كلوميټره سيمه سېلاب له امله ځپلې شوې د كومې د بحالۍ كار چې جاري دے۔ بلخوا په راتلونكې 12 نه تر 24 ساعتونو كښې په لاهور، ګوجرانوالا ، ګجرات ،پېنډۍ ډويژنز او د آزاد جمو و کشمير په ضلعو كښې د سختو بارانونو او په ګلګت بلتستان كښې په يو شمېر ځايونو كښې د باران امكان دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، ډاکټر مصدق ملك، عبدالعليم خان، سردار اويس احمد لغاري ، عطاء تارړ ، سردار يوسف، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه او اړوند لوړ پوړو ګډون وكړو۔