اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) د راروانو 24 ساعتونو په مهال د راوي درياب په پورته سيمو كښې د زياتو بارانونو الرټ جاری کړے دے۔ د نهې په ورځ د اېن ډی اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د هند تھین ډیم د خپل ګنجائش له مخې 97 فیصده ډك شوې د كوم سپل وېز چې څه …
این ډی ايم اے د راروانو 24 ساعتونو په مهال د راوي درياب پورته سيمه كښې د بارانونو الرټ جاری كړو
اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) د راروانو 24 ساعتونو په مهال د راوي درياب په پورته سيمو كښې د زياتو بارانونو الرټ جاری کړے دے۔ د نهې په ورځ د اېن ډی اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د هند تھین ډیم د خپل ګنجائش له مخې 97 فیصده ډك شوې د كوم سپل وېز چې څه وخت هم پرانستلې كېدې شي، پورته سيمو كښې د ممكنه بارانونو او د هند د بند څخه د اوبو ممکنه اخراج له امله په راوي درياب كښې د لوړې درجې سېلاب راللې شي٬ تھین بند څخه د اوبو اخراج او د هند د نالو څخه د راتلونكو اوبو له امله په راوي كښې د لوړدې كچې د سېلاب راتللو اندېښنه ده۔ په راوي درياب كښې په جسر سيمه د اوبو بهاؤ 1 لاکھ 15 زره ریکارډ شوې كوم چې په ممکنه توګه د راروانو 24 ساعتونو په مهال تر 1 لاکھ 50 کیوسك رسېدې شي۔ اېن ډی اېم اے وګړو ته سپارښتنه كړي چې د دریابونو، نالو او نشیبی سيمو څخه لري پاتي شي او غیر ضروری سفر څخه ډډه وكړي۔ این ډی اېم اے اړوندو ادارو او ایمرجنسی سروسز ته د هائي الرټ پاتې كيدو سپارښتنه هم كړې۔












