اي سي سي د ايس آئي ايف سي اپيكس/اي سي/ آئي سي د پريكړو په رڼا كښې د تيار شوي سيټلمنټ فريم ورك منظوري وركړه

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه٬ چې پكښې د مېسرز سينرجيکو پي کے لميټډ (سي پي اېل) لخوا د واجب الادا پټروليم لېوي وصولۍ په معامله بحث وكړے شو۔ ٬ اي سي سي د اېس آئي اېف سي اپېكس/اي سي/ آئي سي د پرېكړو په رڼا كښې …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه٬ چې پكښې د مېسرز سينرجيکو پي کے لميټډ (سي پي اېل) لخوا د واجب الادا پټروليم لېوي وصولۍ په معامله بحث وكړے شو۔ ٬ اي سي سي د اېس آئي اېف سي اپېكس/اي سي/ آئي سي د پرېكړو په رڼا كښې د تيار شوي سېټلمنټ فرېم ورك منظوري وركړه دغسې چې د آډټ شوې اصل واجب الادا رقم وصولي باوري كړې شي٬ کمېټۍ پټروليم ډويژن ته سي پي اېل سره په مجوزه سيټلمنټ ډيد د لاسليك كولو اجازه وركولو امر وكړو چې ټول واجب الادا رقم دې د لوظنامې د شرطونو له مخې وصول كړې شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس احمد خان لغاري، علي پروېز ملک، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان پشمول نورو غړو٬ وفاقي سيکريټريز، د اړوند ريګوليټري ادارو نمائندګانو او د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔