طاهره اورنګزيب او دانيال چوهدري د ډينګي مخنيوي غونډې مشري وكړه

پېنډۍ 26 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزېب او دانيال چوهدري د پېنډۍ کمشنر انجينئر عامر خټك سره د ډينګي مخنيوي غونډې مشري كړې۔ په غونډه كښې د پېنډۍ ډپټي كمشنر حسن وقار چيمه، اېم پي اے زېب النساء اعوان، تحسېن فواد، عاصمه ناز، راجه صغير، ملک افتخار، عمران الياس، ملک منصور افسر، رفعت عباسي، طاهره مشتاق، حاجي پروېز او د هېلت څانګې سي اي او …

پېنډۍ 26 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزېب او دانيال چوهدري د پېنډۍ کمشنر انجينئر عامر خټك سره د ډينګي مخنيوي غونډې مشري كړې۔ په غونډه كښې د پېنډۍ ډپټي كمشنر حسن وقار چيمه، اېم پي اے زېب النساء اعوان، تحسېن فواد، عاصمه ناز، راجه صغير، ملک افتخار، عمران الياس، ملک منصور افسر، رفعت عباسي، طاهره مشتاق، حاجي پروېز او د هېلت څانګې سي اي او ډاکټر احسان غني په شمول د اړوند سركاري څانګو مشرانو ګډون كولو۔ په دې موقع ووئيل شول چې موجوده درجه حرارت د ډينګي بريډنګ لپاره انتهائي سازګار دے، په دې كښې دې د ډېنګي خاتمې لپاره ټولې څانګې د كوټلې لائحې په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ دا مهال په پېنډۍ كښې د ډينګي 76 كنفرم كېسز رجسټرډ دي۔ دوي اولس ته اپيل وكړو چې خپل چاپېريال كښې د ولاړو اوبو خاتمې سره سره د ډينګي بريډنګ مخنيوي لپاره د حكومت لخوا په جاري شوې اېس او پيز عمل وكړي