اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پارك روډ سي ډي اے ماډل نرسري دوره وكړه چرته چې هغه په بېل سيكشنر د روانو پرمختيائي كارونو معائنه او د ماسټر پلان جاج واغست۔ په دې موقعه د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا د كورنيو چارو وفاقي وزير ته په نرسري كښې د روانو پرمختيائي كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې …
د وفاقي وزير محسن نقوي د پارك روډ سي ډي اے ماډل نرسري دوره ٬ په بيل سيكشنر د روانو پرمختيائي كارونو معائنه ٬ د ماسټر پلان جاج يۍ واغست
اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پارك روډ سي ډي اے ماډل نرسري دوره وكړه چرته چې هغه په بېل سيكشنر د روانو پرمختيائي كارونو معائنه او د ماسټر پلان جاج واغست۔ په دې موقعه د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا د كورنيو چارو وفاقي وزير ته په نرسري كښې د روانو پرمختيائي كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې تر دې دمه په مون سون سيزن كښې 25 زره بوټي وېړيا وېشلې شوي دي او د باکو هارټیکلچر پوهان په منصوبه كښې مرسته كوي۔ محسن نقوی ووئيل دا منصوبه به د اسلام آباد د وګړو هارټیکلچر حاجتونه ترسره كولو كښې سنګ ميل ثابت شي۔ ده ووئيل په نرسری كښې به فلاور شاپ او ټرېننګ انسټیټیوټ هم جوړولے شي او د سي ډي اے ملازمينو ته به د بوټو د خصمانې خصوصي تربيه وركولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د آذربائیجان ډلې ته په غوره كار كولو شاباسې وركړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د وفاقي پلازمينې ماحولياتي تحفظ او په سموګ قابو موندلو له په 50 اېکړ محيط د پاكستان تر ټولو لويې ماډل نرسرۍ جوړولو پرېكړه شوې ده كومه چې بشپړ كېدو ته نزدې ده۔ په نرسرۍ كښې به 10 لكه بوټي لګولې شي او دا به د عصري تقاضو له مخې جوړولې شي












