جدہ 26 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د مصر، الجزائر او شمالی افریقې هېوادونو سره بېلو څانګو كښې د مرستي لا زياتولو عزم پخلے كړے دے۔ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبدلطی او د الجزائر خارجه وزير احمد عطاف سره د او آئی سی …
د نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ډار د مصر، الجزائر او شمالی افریقې هېوادونو سره بيلو څانګو كښې د مرستي لا زياتولو عزم پخلے
جدہ 26 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د مصر، الجزائر او شمالی افریقې هېوادونو سره بېلو څانګو كښې د مرستي لا زياتولو عزم پخلے كړے دے۔ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبدلطی او د الجزائر خارجه وزير احمد عطاف سره د او آئی سی خارجه وزيرانو کونسل 21مي غونډې په موقع ملاقات وكړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل مونږ د فلسطین په خراب صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او په دې سخت وخت كښې مو د مسلمانانو ترمينځه د اتحاد اهمیت رامخې ته كولو سره د بشري خواخوږۍ په بنياد د جنګ بندۍ او اوږدې مودې امن په حاجت زور راوړې۔ اسحاق ډار ووئيل ما د مصر، الجزائر او شمالی افریقې خپلو وروڼو هېوادونو سره په بېلو څانګو كښې د ښه رابطو او پراخه مرستې د لارې د اړيكو لا قوي كولو له د پاكستان د عزم پخلے كړے۔












