په جوهری معامله روسيه، چین او اروپائي هيوادونو سره رابطه كښې يوو۔ ایران

تهران 26 اګست (اے پي پي) ایران تصدیق کړے چې د خپل جوهری پروګرام په لړ كښې روسيه او چین سره مستقل رابطه كښې يوو، دغسې درې اروپائي هېوادونو سره هم خبرې اترې رواني دي۔ د تاس له مخې دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعیل بقائی د ګل په ورځ اوونيز پرېس کنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل ایران چین او روسيه سره رابطه كښې دے، كوم چې د …

تهران 26 اګست (اے پي پي) ایران تصدیق کړے چې د خپل جوهری پروګرام په لړ كښې روسيه او چین سره مستقل رابطه كښې يوو، دغسې درې اروپائي هېوادونو سره هم خبرې اترې رواني دي۔ د تاس له مخې دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعیل بقائی د ګل په ورځ اوونيز پرېس کنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل ایران چین او روسيه سره رابطه كښې دے، كوم چې د شريكې كوټلې منصوبې عمل فریق او د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل مستقل غړے دے ، او دې سره سره د برتانيې ، المان او فرانس سره هم خبري اترې روانې دي۔وياند په ډاګه كړه چې د خبرو اترو مقصد د ایران د قومی ګټو تحفظ كول دي۔ دایران او اروپائي هېوادونو ترمينځه خبرې اترې به په 26 اګست جنېوا كښې كيږي۔