د وزیراعظم په ستلج كښې سيلابي صورتحال سره د مخ كسانو راويستلو له د سمدتي اقداماتو سپارښتنه

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په ستلج درياب كښې سېلابی صورتحال سره د مخ شوې كسانو د راوېستلو او د هغوې محفوظ ځايونو ته رسولو له په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی( اېن ډي اېم اے) چیئرمېن ته د …

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په ستلج درياب كښې سېلابی صورتحال سره د مخ شوې كسانو د راوېستلو او د هغوې محفوظ ځايونو ته رسولو له په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو سپارښتنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی( اېن ډي اېم اے) چیئرمېن ته د ستلج درياب سېلابي صورتحال په اړه هدايات جاري كړې دي۔ وزیراعظم سپارښتنه كړې چې د پنجاب ځپليو ضلعو كښې دې ریسکیو آپرېشنز تند كړې شي، سېلاب ځپليو سيمو كښې ګېر شوي كسان دې رېسكيو كولو سره محفوظ ځايونو ته ورسولې شي۔ په ګنډا سنګھ والا سيمه كښې دې حفاظتي اقدامات تند كړې شي٬ د خوراك ٬ درملنو او خېمو رسول دې باوري كړې شي۔ وزیراعظم د این ډي اېم اے چیئرمېن ته د پنجاب ډیزاسټر مینجمنټ ادارے سره د پرله پسې رابطي كولو سپارښتنه هم وكړه۔