پاكستان ته په نړيوال ورچوئل ايسيټس معيشت كښې د لارښودنې مقام په ترلاسه كيدو كښې د پاکستان ورچوئل ایسیټس ریګولیټری اتھارټی کردار بنيادي اهميت لري: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب وئيلي دي پاكستان ته په نړيوال ورچوئل ايسيټس معيشت كښې د لارښودنې مقام په ترلاسه كيدو كښې د پاکستان ورچوئل ایسیټس ریګولیټری اتھارټی کردار بنيادي اهميت لري۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د پاکستان ورچوئل اېسېټس رېګولېټری اتھارټی (پی وی اے آر اے) بورډ اولنۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د پي وي اے …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب وئيلي دي پاكستان ته په نړيوال ورچوئل ايسيټس معيشت كښې د لارښودنې مقام په ترلاسه كيدو كښې د پاکستان ورچوئل ایسیټس ریګولیټری اتھارټی کردار بنيادي اهميت لري۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د پاکستان ورچوئل اېسېټس رېګولېټری اتھارټی (پی وی اے آر اے) بورډ اولنۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د پي وي اے ار اے چيئرمېن بلاب بن ثاقب ٬ سټېټ بېنك آف پاكستان ګورنر ٬ د آئي ټي وزارت او د قانون و انصاف وزارت سېكرټريز ٬ د فېډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن ٬ د سکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان چیئرمېن او نورو مهمو همكارانو په شمول د نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن ایجنسۍ استازي هم په دې موقع موجود وو۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير اورنګزېب د پی وی اے آر اے جوړېدل د پاكستان په معاشي ارتقا كښې يو انقلابي ګام وګرځولو۔ ده د دې اتھارټي په مهم كردار زور راوړو كوم چې به پاكستان ته په نړيوال ورچوئل اېسېټس معیشت كښې د لارښودونې مقام په وركولو كښې مرسته وكړي۔ په غونډه كښې په مهمو ترجيحاتو غور وكړے شو په كومو كښې چې پی وی اے آر اے د نړيوال اېنټی منی لانډرنګ او د ترهګرۍ مالي معاونت مخنيوي معياراتو سره هم آهنګ كول ٬ په ورچوئل اېسېټس كښې د مهارت لرونكو آزاد ډائرېکټرز منظورۍ له سفارش كول او د اتھارټي بنيادي فرېم ورك جوړول شامل دي۔ پېش رفت لپاره بورډ د خصوصي كمېټيو د جوړولو پرېكړه وكړه۔ دې سره سره پی وی اے آر اے د اولنو شپږ مياشتو په مهال په دوه مياشتې كښې يو وارې د غونډې رابللو پرېكړه وكړه۔ په غونډه كښې شكايات لپاره د يو پورټل جوړولو هم منظوري وركړې شوه۔ بورډ د اسټېټ بنک آف پاکستان د بی پی آر ډی سرکلر نمبر 03 آف 2018 په ختمولو غور هم وكړو۔ چیئرمین بلال بن ثاقب په دې موقع ووئيل چې نن د پاکستان ورچوئل اېسېټس اېکو سسټم لپاره يوه تاريخي ورځ ده۔ د دے جوړېدو سره به د مالي سلامتيا تحفظ سره سره جدت ٬ سرمايه كارۍ او موقعو ته وده ترلاسه شي۔ د خزانې وفاقي وزير د حكومت لخوا د پي وي اے آر اے د بشپړه ملاتړ عزم پخلے وكړو او د ورچوئل اېسېټس په ذمه واره توګه كارولو ته د ودې وركولو حوالې سره يۍ د دے په كردار زور راوړو