په سوئيلي خيبر پښتونخوا كښې د پوليو دوه نوې كيسونه رامخې ته شول

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) په سوئيلي خيبر پښتونخوا كښې د دوه نوې كېسونو رامخې ته كېدو سره تصديق شوے دے۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر لخوا د جاري شوو تفصيلاتو له مخې پولیو څخه د ځپلې شوو تعلق ټانك ضلعې او قطبي وزيرستان سره دے۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر چارواكو وئيلي چې د روان كال په مهال په پاكستان كښې د پوليو كېسونو مجموعي شمېره 23 ته رسېدلې …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) په سوئيلي خيبر پښتونخوا كښې د دوه نوې كېسونو رامخې ته كېدو سره تصديق شوے دے۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر لخوا د جاري شوو تفصيلاتو له مخې پولیو څخه د ځپلې شوو تعلق ټانك ضلعې او قطبي وزيرستان سره دے۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر چارواكو وئيلي چې د روان كال په مهال په پاكستان كښې د پوليو كېسونو مجموعي شمېره 23 ته رسېدلې ده۔ پولیو يو درملنې نه لرونكے رنځ دے كوم چې ټول عمري له د معذورۍ سبب ګرځېدې شي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې به پوليو مهم د ستمبر اولنۍ نېټې او په سوئيلي خېبر پښتونخوا كښې 15 مې نېټې څخه پېل شي۔ په 99 مخصوص ضلعو كښې به 2 كروړه 80 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته د پويو قطرې وركولې شي۔ ده مور پلار ته اپيل وكړو چې هغوي دې 5 كله څخه كم عمر لرونكو خپلو كوچنيانو ته د پوليو قطرې وركول باوري كړي۔