د اسرائيل په فلسطين خاوره قبضه غېر قانوني ده٬تر څو چې قبضه وي امن نشي راتللے ۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 21مې غېر معمولي غونډه كښې بيان

جده 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د فلسطين په اړه د اسرائيل راپارونكو او خطرناكو بيانونو غندنه كړې او د پاكستان د اړخه په سمدستي توګه د جنګ بندۍ د غوښتنې پخلي سره يې 7 مهم اقدامات تجاويز كولو سره وئېلي دي د اسرائيل په پوځي بريدونو كښې 60 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي٬ د اسرائيل د فلسطين په خاوره قبضه …

جده 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د فلسطين په اړه د اسرائيل راپارونكو او خطرناكو بيانونو غندنه كړې او د پاكستان د اړخه په سمدستي توګه د جنګ بندۍ د غوښتنې پخلي سره يې 7 مهم اقدامات تجاويز كولو سره وئېلي دي د اسرائيل په پوځي بريدونو كښې 60 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي٬ د اسرائيل د فلسطين په خاوره قبضه غېر قانوني ده٬تر څو چې قبضه وي امن نشي راتللے٬د فلسطين په سيمو د اسرائيل ناجائز قبضې ختمولو لپاره بنيادي سبب لرې كولو ته اړتيا ده٬د فلسطين اولس د خواخوږۍ په بيانونو كښې خوښي نه لري٬هغوي د خپلو تكليفونو ختمولو او د اسرائيل د قبضې څخه آزادۍ لپاره كوټلې اقدامات ته اړتيا لري ۔د ګل په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 21مه غېر معمولي غونډه كښې په خپل بيان كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان د اړخه د سمدستي او كوټلې جنګ بندۍ د غوښتنې پخلے وكړو ۔د انساني مرستې باوري كولو٬په زبردستۍ د وګړو د ويستلو په مخ نيوي ٬د غېر قانوني آبادكارۍ او توسيع او الحاق٬د فلسطينيانو په ضد د جرمونو او نړيوالو جرمونو ختمولو او د بشري حقونو په خلاف ورزو د عملدرآمد په باوري كولو زور راوړو ۔ده ووئيل دا غونډه بيا كيږي او په غزه كښې وينې بهيولې كېږي۔د نړيوال قوانين خلاف وزري كېږي٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او آئي سي جے پريكړو خلاف ورزي شوې٬غزه د انسانانو اديره جوړه شوې۔ده ووئيل د اسرائيل په پوځي بريدونو كښې 60 زره څخه زيات فلسطينيان چې پكښې زياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي وژلې شوي۔ده ووئيل روغتونونه٬سكولونه٬د ملګرو ملتونو سهوليات٬امدادي قافلې او د كډوالو كيمپونه په منظم ډول په نښه كول اتفاق نه ؤ ۔دا د ټولې نړۍ په نظريه كښې د اجتماعي سزا غېر مهذب فعل ؤ ۔ده ووئيل غزه په لويه توګه د انساني تباهۍ سره مخ شوې٬د دوو كلونو راهيسې د ناكه بندۍ٬بريدونو او د لوږې ښكار ده دغسې لويديزه غاړه او يروشلم كښې تشدد او بې دخلي زياتېږي۔خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل قابض طاقت تش په نوم د انساني نظام لرلو يو ظالمانه دهوكه ده۔ده ووئيل قحط زيات شوے٬د خوراك جمع كولو هڅه كوونكي وګړي وژلې كېږي۔په غزه كښې لوږه زياته شوې٬په دې پس منظر كښې ده ووئيل اسرائيل د نړيوالو اصولو څخه د غېر حساسيت مظاهره كړې٬ده مشاهده كړه چې په اوسنو كښې د اسرائيل د اړخه راپارونكي او غېر ضروري بيانونه رامخې ته شوي چې ورسره د نړيوال نظام لپاره زياته شوې كركه په ډاګه شوې۔ده ووئيل پاكستان د دغې خطرناكو بيانونو غندنه كوي٬ دا داسې اقدامات غوښتنه كوي كوم چې په سيمه كښې د امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره نړيوالو هڅو ته زيان رسولو نه علاوه مقبوضه فلسطين سيمه كښې موجوده انساني صورتحال او د وګړو په تكليفونو كښې نوره اضافه ونه كړي۔ده ووئيل پاكستان د نورو هېوادونو سره د عرب اسلامي وزارتي كمېټۍ جاري كړې شوي بيان كښې شامل شوے چې پكښې د اسرائيل د اړخه د اعلان سخته غندنه او د غبرګون څرګندونه شوې۔ده ووئيل پاكستان د 31 عرب اسلامي هېوادونو سره د او آئي سي سيكرټري جنرلز٬ليګ آف عرب سټېټس او د ګلف كوآپرېشن كونسل جاري كړي بيان هم بشپړه مرسته كړې او په هغې كښې يې شموليت اختيار كړے كوم كښې چې تش په نوم ګريټر اسرائيل جوړولو لپاره د اسرائيل وزيراعظم د اشتعال لرونكې بيان غندنه شوې۔اسحاق ډار ووئيل دغه بيان د قامي سلامتيا لپاره نيغ په نيغه او د عرب رياستونو لپاره يو لويې خطر دے۔ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم په ښكاره ډول وئېلي وو چې د دې الميے بنيادي وجه د اسرائيل د فلسطين په خاوره غېر قانوني قبضه ده تر څو چې دا قبضه وي امن نشي راتللے۔اسحاق ډار د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان د آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا خطرو په ضد د هغوي د خپلواكۍ په تحفظ كښې د وروڼو عرب رياستونو سره ولاړ دے۔پاكستان په غزه كښې امن مخ په وړاندې بوتللو كښې كردار ترسره كوونكو ټولو رياستونو او سټيك هولډرز ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔اسحاق ډار ووئيل پاكستان د فلسطيني رياست او د ملګرو ملتونو بشپړ ركنيت له د ملاتړ د زيات شوي نړيوال رفتار هم هركلے كوي او په هغې رياستونو زور راوړي كومو چې تراوسه د فلسطين رياست نه دې منلے۔هغوي دې هم زر تر زره داغسې وكړي۔نائب وزيراعظم ووئيل د فلسطين اولس د همدردۍ بيانونو له خوښي نه لري٬د هغوي د تكليفونو ختمولو او د اسرائيل د قبضې څخه آزادولو له كوټلو اقدامات ته اړتيا ده۔ده ووئيل د فلسطين اولس حقونه په ځاے ساتلو كښې د ناكامۍ څخه استثنٰی ته وده ترلاسه كېږي او د دغه حكم قانوني حېثيت ته زيان رسوي د كوم چې مونږ دفاع او په ځاے ساتلو ادعا كوو۔ده ووئيل د اسرائيل په غزه ښار د قبضې كولو اعلان د فلسطينيانو وجود او ورثه ختمولو هڅه به وي۔بايد د دې په سختۍ سره مخالفت وكړے شي۔د غزه لپاره د عرب او او آئي سي په مشرۍ كښې د بيا تعمير منصوبې نفاذ كوم چې د شخړو نه پس د بحالۍ٬كوټلې پرمختګ او د فلسطينيانو د وقار بحالۍ لپاره يو مهم فريم ورك دے ٬ د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو او او آئي سي قراردادونو له مخې يو منصفانه كوټلے او دوه رياستي حل ترلاسه كولو لپاره يو حقيقي او وقتي سياسي عمل بحالۍ ته اړتيا لري ۔ده ووئيل د جنګي جرمونو او انسانيت په ضد د جرمونو احتساب د لارې اسرائيل له د ملګرو ملتونو د چارټر٬نړيوال قانون پشمول نړيوال انساني قانون او د انصاف نړيوال عدالت د اقداماتو خلاف ورزۍ كولو سره د استثنی اجازه بايد ورنه كړې شي۔بايد او آئي سي انصاف باوري كولو او د استثنی كلتور ختمولو لپاره د ميكنزم مرسته وكړي۔ده ووئيل نړيوال امن او سلامتيا باوري كولو بنيادي ذمه واري د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ده ٬ بايد په سلامتيا كونسل زور راوړلے شي جې كه اسرائيل د نړيوالې ورورولۍ د غوښتنو او خوښې څخه انكار كوي نو د هغې زيان ېه پورته كوي۔ده ووئيل بايد كونسل په غزه كښې د محصور آبادۍ بچ كولو لپاره د نړيوال حفاظتي فورس تعيناتولو پشمول د نفاذ عملي اقدامات وكړي۔اسحاق ډار ووئيل فلسطين ته پاكستان پام لرنه كوي ٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه پاكستان به د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق٬انصاف او د امن لپاره د نړيوالې مرستې متحرك كولو له د او آئي سي او عرب شراكتدارو سره كار روان ساتي۔ده زور راوړو بايد او آئي سي د سمدستي عزم سره كار وكړي ځكه چې مونږ تماشګير نه شو جوړېدے۔ده ووئيل د فسلطين په سيمو د اسرائيل ناجائز قبضې ختمولو لپاره بنيادي وجه حل كول او د هغې مخ نيوي ته اړتيا ده۔ده ووئيل په مينځني ختيز كښې د كوټلي امن لپاره زمونږ د شريك غزم پخلي له د باور وړ اقدام وخت دے۔