وزيراعظم محمد شهباز شريف سره غذر كښې د ګلوف د وړاندې نه په اطلاع وركولو د ګڼ شمېر كسانو بچ كوونكو ګډبنو ملاقات٬ د بهادرۍ او فرض شناسۍ ستائنه

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان غذر سيمه كښې د ګلوف د وړاندې نه په اطلاع وركولو د ګڼ شمېر كسانو بچ كوونكو د ګلګت بلتستان درېو ګډبنو سره په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كښې دوي له په جرات٬بهادري او په فرض شناسۍ شاباسے وركړو او دوي ئي د ګلګت بلتستان اتلان وګرځول۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان غذر سيمه كښې د ګلوف د وړاندې نه په اطلاع وركولو د ګڼ شمېر كسانو بچ كوونكو د ګلګت بلتستان درېو ګډبنو سره په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كښې دوي له په جرات٬بهادري او په فرض شناسۍ شاباسے وركړو او دوي ئي د ګلګت بلتستان اتلان وګرځول۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د وصيت خان٬انصار او محمد خان سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يې د پېښې تفصيلات معلوم كړل۔وزيراعظم په وخت اطلاع وركولو سره د كلي 300 وګړو په بچ كولو دوي ته شاباش وركړو او وې وئېل دوي د قام اتلان دي او دوي د قام خذمت كړے۔وزيراعظم وصيت خان٬انصار او محمد خان ته د پاكستان حكومت لخوا د 25 ٬ 25 لكه روپو انعامي چيكونه هم وركړل۔وزيراعظم ووئيل د دوي په وخت اقدام په سبب زما پشمول ټول پاكستانے قام په دوي وياړ لري٬د وړاندې څخه اطلاع په سبب سيمې په وخت خالي كړے شوې او ګڼ شمېر انساني ځانونه بچ كړے شول ۔وزيراعظم ووئيل د بشري خذمت دا اقدام به تل په ښه ټكو ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د موسمياتي بدلون وزارت په ګلګت بلتستان كښې د وخت نه وړاندې د اطلاعات په نظام په تندۍ سره كار كوي٬سباؤن لپاره دا ډول مربوط نظام جوړولې شي كوم څخه چې په وخت د اطلاع په سبب د كوم هم بيړني صورتحال يا پیښې څخه خلق بچ كېدے شي۔وصيت خان٬انصار او محمد خان د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل د لويې څښتن په فضل او كرم سره مونږ د انساني ځانونو په ساتنه كښې كامياب شوي يو او په دې د لويې څښتن مننه كوو۔په ملاقات كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم موجود ؤ ۔