نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډې په موقع د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام عابد علي سره ملاقات

جده 25اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو 21مې غېر معمولي غونډې په موقع د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام عابد علي سره ملاقات كړے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ګل په ورځ په سماجي رابطې ويب پانه ايكس خپل پېغام كښې ووئېل په ملاقات كښې دواړو لارښودو د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه٬د اسرائيلي جارحيت٬د …

جده 25اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو 21مې غېر معمولي غونډې په موقع د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام عابد علي سره ملاقات كړے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ګل په ورځ په سماجي رابطې ويب پانه ايكس خپل پېغام كښې ووئېل په ملاقات كښې دواړو لارښودو د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه٬د اسرائيلي جارحيت٬د دغې په نتيجه كښې د راپیدا شوې قحط او د بشري بحران سخته غندنه وكړې شوه او په دې خبره زور راوړلے شو چې انساني مرسته دې په سمدستي توګه باوري كړې شي۔دواړو لارښودو د تجارت٬اقتصادي اړيكو او د اولسي روابط ودې د لارې د ورورولۍ مرستې لا مستحكمولو په اهميت هم زور راوړو ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د اوسني سېلاب په مهال پاكستان سره د صوماليه په يووالي خرګندونه د هغه مننه هم وكړه۔