د ايكس سروس مېن سوسائټۍ غونډه٬ سېلاب ځپلو سره د يووالي څرګندونه٬ د وسله وال پوځ په ضد د ډنډورې او د هندي مداخت غندنه

اسلام آباد۔ 25 اګست (اےپي پي) د پاكستان ايكس سروس مېن سوسائټۍ (پيسا) د ايګزيكټيو كمېټۍ سېلاب ځپلو سره د يووالي څرګندونې سره د د وسله والو پوځ په ضد د ډنډورې سخته غندنه او د هند پاكستان كښې په مداخلت د اندیښنې سره د حكومت د كامياب پاليسي اقدامات ته پېرزئنې وړاندې كړي ٬ دغسې د رېټائرډ پوځي اهلكارو او د شهدا د وارثانو په پېنشن كښې په زياتوالي …

اسلام آباد۔ 25 اګست (اےپي پي) د پاكستان ايكس سروس مېن سوسائټۍ (پيسا) د ايګزيكټيو كمېټۍ سېلاب ځپلو سره د يووالي څرګندونې سره د د وسله والو پوځ په ضد د ډنډورې سخته غندنه او د هند پاكستان كښې په مداخلت د اندیښنې سره د حكومت د كامياب پاليسي اقدامات ته پېرزئنې وړاندې كړي ٬ دغسې د رېټائرډ پوځي اهلكارو او د شهدا د وارثانو په پېنشن كښې په زياتوالي نه كېدو يې ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د لږ نه لږ اجرت سره د سمولو غوښتنه وكړه۔غونډه د لېفټيننټ جنرل (ر) قيوم ملك په مشرۍ كشې وشوه چې پكښې وائس ايډمرل عبدالعليم ٬ ائير مارشل (ر) پروېز نواز ٬ جنرل (ر) محمد افضل ٬ برېګېډئير (ر) طارق ٬ برېګېډئير (ر) ظفر پشمول ٬ جے سي اوز او د سوسائټۍ عملې ګدون وكړو۔ كمېټۍ د ځپلو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئېل په سېلاب كښې د حق رسېدلو او د زيان پورته كوونكو كسانو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې په سوشل ميډيا د وسله وال پوځ به ضد بې بنسټه او زهرجن كمپائن په اصل كښې په قامي وحدت بريد دے٬ كوم به چې هيڅ كله ونه زغملے شي ۔ په دې مهال فيلډ مارشل او د پوځ سر لښكر جنرل عاصم منير ته په قائدانه صلاحيتونو پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔