اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ د ولادت بركت لرونكې مياشت په پېل كيدو ټولو مسلمانانو له مبارکي وركولو سره وئيلي دي د رسول اکرم ﷺ ذات اقدس د ټول انسانیت لپاره د رشد او هدایت سر چينه دے، د رسول اکرم ﷺراتګ سره د نړۍ څخه د كفر او جاهلیت تياري ختمي شوي،د ظلم …
د رسول اکرم ﷺ ذات اقدس د ټول انسانیت لپاره د رشد او هدایت سر چينه دے ، د رسول اکرم ﷺراتګ سره د نړۍ څخه د كفر او جاهلیت تياري ختمي شوي ۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ربیع الاول مياشت په پېل پیغام
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خاتم النبیین حضرت محمد مصطفیٰ ﷺ د ولادت بركت لرونكې مياشت په پېل كيدو ټولو مسلمانانو له مبارکي وركولو سره وئيلي دي د رسول اکرم ﷺ ذات اقدس د ټول انسانیت لپاره د رشد او هدایت سر چينه دے، د رسول اکرم ﷺراتګ سره د نړۍ څخه د كفر او جاهلیت تياري ختمي شوي،د ظلم اوجبر زنځيرونه مات شوي او انسانیت د توحید، عدل او علم په نور منور کړے شوے۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان له مخې د ربیع الاول مياشت په پېل کيدو په خپل پیغام كښې د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل سرور کائنات حضرت محمد ﷺ انسان د انسان غلام جوړونكې جاهلیت خاتمه كولو سره د يو لويې څښتن د بندګۍ او د هغه په وړاندې د سر ټيټولو درس وركړے۔ حضرت محمد ﷺنړۍ ته د اخوت، محبت، ایثار، قربانۍ، مساوات او امن داسې تعلیمات وركړي كوم چې تر قيامت ورځې د انسانانو لپاره د لارښودني ذریعه ده، قرآن کریم كښې ارشاد دے: ’’او مونږ حضرت محمد ﷺ د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه لېږلے ‘‘۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل د حضرت محمد ﷺ سیرت د قرآن مجید عملی نمونه ده، قران کریم كښې اللہ تعالیٰ ارشاد فرمائي حضرت محمد ﷺ یقیناً د اخلاق په لوړه درجه فائز دے “، حضور اکرم ﷺ سره مينه د ایمان بنیادی برخه ده ۔ حضور صلی اللہ علیه وآله وسلم فرمائيلي تاسو كښې هر يو تر هغه وخت کامل مومن نه شي كيدے تر څو چې هغوي د خپل مور پلار ، اولاد او ټولو انسانانو څخه زياته زما د ذات سره مينه ونه كړي ۔د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې مونږ د حضور اکرم ﷺ امتیيان يو۔ حضور اکرم ﷺ مينه زمونږ په زړونو كښې ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د دې محبت تقاضا دا ده چې مونږ خپل ژوند د قرآن و سنت له مخې جوړ كړو ، د حضور اکرم ﷺ اخلاق، عدل، برداشت، رواداري او ایثار خپل كړو او په ټولنه كښې امن، ورورولي او اتحاد ته وده وركړو۔د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل سږ كال د نبی پاك ﷺ 1500مه د ولادت ورځ ده د كومې به چې پارلیمنټ هاؤس كښې د عقیدت و احترام او سره په ښه ډول د لمانځلو اهتمام کولې شي۔












