اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) پوهانو وئيلي دي پشګال 2025 كښې ريكارډ بارانونو ٬ د ګليشيئر ويلې كېدو او سېلابونو د پاكستان سخت ماحولياتي حساسيت يو وارې بيا په ډاګه كړے دے ٬ قدرتي آفتونو په ماحولياتي بنياد د بشري بحران شكل اختيار كړے دے كوم چې د زرګونو په شمېر وګړو ژوند ٬ فصلونه او بنيادي آسانۍ اغېزمندې كوي۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې پاکستان له به …
د پاكستان پشكال 2025: د ګليشيئر ويلې كيدل او د سيلاب خطره پاكستان له به پېشګي حفاظتي انتظامات كول وي: د پوهانو په ګول ميز مباحثه كښې خبرې٬
اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) پوهانو وئيلي دي پشګال 2025 كښې ريكارډ بارانونو ٬ د ګليشيئر ويلې كېدو او سېلابونو د پاكستان سخت ماحولياتي حساسيت يو وارې بيا په ډاګه كړے دے ٬ قدرتي آفتونو په ماحولياتي بنياد د بشري بحران شكل اختيار كړے دے كوم چې د زرګونو په شمېر وګړو ژوند ٬ فصلونه او بنيادي آسانۍ اغېزمندې كوي۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې پاکستان له به په کلائمېټ ریزیلینټ انفراسټرکچر، د اوبو په پنګو ٬ د پېشګي بېړنۍ منصوبه بندۍ او صنفي بنيادونو حساس ريليف اقدامات كول وي دغسې چې په سېلاب ٬ د ګلېشیئر تالابونو په بې لارې كېدو او د اوبو ويستلو په خطرو قابو وموندلے شي۔ د كال 2025 پشكال سیزن د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان اګركه په نړيوال كاربن كښی كمه برخه لري ولې بياهم په ماحولياتي توګه د نړۍ تر ټولو زياتو حساسو هېوادونو كښې شامل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه پوهانو د تلپاتي پرمختګ پالېسي ادارې (اېس ډی پی آئی) تر اهتمام لاندې په پاكستان كښې د غېر معمولي بشكال اثرات : ماحولياتي انتهائيت او انساني مسائل په سرخط يو آن لائن راؤنډ ټېبل كنفرنس كښې وكړه۔ د اېس ډی پی آئی ډپټی اېګزېکټو ډائرېکټر ډاکټر شفقت منیر په خپله وېنا كښې ووئيل نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی نړيوالو همكارانو سره په ګډه كال 2025 لپاره نېشنل کنټېجنسی پلان او نیشنل مون سون کنټېجنسی پلان جوړ كړے دے كوم چې په پاكستان كښې ماحولياتي بحران تر مخه د اوبو د انتظام ٬ بېړنۍ تيارۍ او په كميونټي د اډانه غبرګون فوري حاجت په ډاګه كوي۔ ده ووئېل په د خېبر پښتونخوا په 8 زياتو ځپلو ضلعو كښې سېلاب سخت بشري بحران رامخې ته كړے دے۔ ډپټی ډائرېکټر او سینئر موسمیاتی كارپوهه ډاكټر شهزادہ عدنان ووئيل په شمال مشرقي پنجاب او کشمیر كښې له معمول څخه زيات باران (13فیصد) او جولائي څخه تر ستمبر په درجه حرارت كښې 6–7 ډګري سېنټی ګرېډ اضافه د ګلیشیئر وېلې كېدل لا ګړندې كوي او په تالابونو كښې د سېلاب خطره زياتېږي۔ صدر الخدمت فائوونډېشن ډاکټر حفیظ الرحمن د وړو ډېمونو او د اوبو بانګو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل له نګرانۍ پرته د ځنګلونو وهل او د دريابونو په غاړه ودانۍ د سېلاب زيان لا زياتوي












