مصنوعي زېركتيا به پاكستان كښې د واكمنۍ نظام او د فېصله سازۍ تګلارې ته نوے اړخ وركړي: وفاقي وزير احسن اقبال

لاهور۔25 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي لكه څنګه چې صنعتي انقلاب نړۍ بدله كړې وه دغسې به مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په پاكستان كښې د واكمنۍ نظام او فيصله سازۍ تګلارې ته نوے اړخ وركړي٬ اے آئی اوس كوم سائنس فكشن نه دے پاتې شوے بلكې دا د پاكستان د بقا او پرمختګ يو بنيادي ضرورت دے۔ د …

لاهور۔25 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي لكه څنګه چې صنعتي انقلاب نړۍ بدله كړې وه دغسې به مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په پاكستان كښې د واكمنۍ نظام او فيصله سازۍ تګلارې ته نوے اړخ وركړي٬ اے آئی اوس كوم سائنس فكشن نه دے پاتې شوے بلكې دا د پاكستان د بقا او پرمختګ يو بنيادي ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په نېشنل اسکول آف پبلک پالېسي (اېن اېس پی پی) كښې د ’’پبلک پالیسي او ګورننس كښې مصنوعي ذهانت‘‘ په سرخط درېم قامي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل د زده كړو ٬ روغتيا ٬ تجارت ٬ څېړنې او ټېكنالوجي په څير مېدانونو كښې د آئي ټي د لارې لويې معركې ترسره كولې شي٬ كه د سول سروس دانش د اے آئي قوت سره ضم كړې شي نو تر كال 2035 پاکستان سوكاله ٬ عصري او په نړيواله كچه مسابقتي معيشت جوړېدے شي كوم چې د يو كھرب ډالر معيشت هدف سر كولې شي۔ ده وړاندېز وركړو چې په اېن اېس پي پي او نورو ادارو كښې په سمدستي توګه افسرانو لپاره دې اے آئی ټرېننګ سېنټرز جوړ كړے شي دغسې چې د هغوي د كار استعداد ښه شي۔ دغسې ده اسټارټ اپس ٬ پوهنتونونو او صنعت سره د همكارۍ د لارې ګورننس لپاره د شريك حل جوړولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ هغه نسل يوو كوم چې د تختۍ څخه تر 5 جي سفر وليد٬ په راتلونكو كلونو كښې به د بدلون عمل لا ګړندے وي۔ ده ووئيل هر يو وزارت له به تر كال 2027 لږ تر لږه يوه بنيادي څانګه كښې اے آئي كارول وي دغسې چې وروستو دې ته لا پراختيا وركړې شي۔ ده ووئيل د امن ٬سياسي استحكام او اصلاحات له عزم څخه پرته كومه پالېسۍ كاميابېدې نه شي۔ دستورې ته د ماحولياتي بدلون او همغږۍ وفاقي وزير مصدق مسعود ملک خپله وېنا كښې ووئيل د اے آئي اصل كارول د دې په عملي كولو كښې دے٬ په خاص توګه په موسمياتي څانګه كښې د ’’ارتھ انټېلی جنس،بائیو ریزیلیئنس، کلائمیټ سېف انفراسټرکچر او کمیونټي اېنډ ګورننس‘‘ په فورمونو كار كېدے شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون بحران كښې شدت رامخې ته كيږي ٬ مونږ له به مضبوط او تلپاتي نظام لپاره په ټېكنالوجۍ كښې سرمايه كاري كول وي۔ بحث كښې په دې خبره هم زور راوړلے شو چې داسې ضابطه جاتي ډھانچې ته اړتيا ده كومه چې د جدت او حفاظتي اقدامات ترمينځه توازن پېدا كړي دغسې چې د اے آئي استعمال سماجي خېر ښېګړه ٬ معاشي پرمختګ او ماحولياتي پائيداري باوري كړې شي۔ د نېشنل انسټی ټیوټ آف پبلک پالیسی ډین ډاکټر نوید الهی هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير ته احسن اقبال ته سووینئر وركړے شو