اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د ځوانانو تخليقي صلاحيت ٬ همت او ذهانت د پاكستان روښانه سباؤن لپاره كارولے شي ٬ د پاكستان ستراتيجيكي چاپيريال سيمه ايز تجارت لپاره ځانګړې امكانات لري٬ د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او ختيزې آسيا ترمينځه تړون كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده دا خبره د …
د ځوانانو تخليقي صلاحيت ٬ همت او ذهانت د پاكستان روښانه سباؤن لپاره كارولے شي ٬ د پاكستان ستراتيجيكي چاپيريال سيمه ايز تجارت لپاره ځانګړې امكانات لري: د وفاقي وزير احسن اقبال د ’’پاکستان ون‘‘ پراجیکټ پرانستې دستورې ته خطاب
اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د ځوانانو تخليقي صلاحيت ٬ همت او ذهانت د پاكستان روښانه سباؤن لپاره كارولے شي ٬ د پاكستان ستراتيجيكي چاپيريال سيمه ايز تجارت لپاره ځانګړې امكانات لري٬ د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او ختيزې آسيا ترمينځه تړون كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د’’پاکستان ون‘‘ پراجېکټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پراجېكټ’’پاکستان ون‘‘مقصد د ځوانانو صلاحيتونو عملي جدت او پرمختګ لباره كارول دي۔ ده ووئيل د بزنس پلان قامي مقابلې سره به ځوانانو كښې خود روزګاري وده ومومي٬ هره يوه صوبه ٬ هر يوه سيمه ٬ كليوالې او ښاريزې طبقې به’’پاکستان ون‘‘ كښې شاملولې شي۔ ده ووئيل حكومت يو داسے پاكستان جوړول غواړي كوم چې د پرمختګ جدت او نړيوال باور د لارې وپېژندلے شي٬ د ځوانانو تخليقي صلاحيت ٬ همت او ذهانت د پاكستان روښانه سباؤن لپاره كاروو٬ مونږ به د نوكرۍ درك لګوؤنكي معيشت څخه وتلو سره نوكري پېدا كوؤنكے معيشت جوړېدل وي۔ وفاقي وزير ووئيل كومو هېوادونو چې د پرمختګ او سوكالۍ بام ته رسېدلې دي هغوي صنعتكاري ٬ جدت او ټېكنالوجي خپله كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان برآمدات 27 څخه تر 32 ارب ډالر محدود دي په كومو كښې چې يوازې د ټېكسټائل برخه 17.9 ارب ډالره ده۔ د پاکستان آئی ټی او سافټ ویئر خدمات 15 څخه تر 20 فیصد په كلن بنياد زياتېږي۔ آئی ټی برآمدات تر كال 2030ء 20 اربه ډالره څخه زياتېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان سترتيجيكي چاپيريال سيمه ايز تجارت لپاره ځانګړې امكانات لري٬ د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او ختيزې آسيا ترمينځه تړون كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده ووئيل د اي پاكستان د لارې فن ټېک، اېګری ټېک او ګرین ټېک كښې نوې نظام تشكيل كولے شي۔ ده ووئيل په ډیجیټل هنر او جدت كښې سرمايه كارۍ سره به زمونږ ځوانان په معيشت كښې د پرمختګ انجن جوړ شي












