د جاپان سفارت کامسيټس یونیورسټی ایبټ آباد ته د كتابونو عطيه ٬ د جاپان سفير په دستوره كښې ګډون

ایبټ آباد۔ 25 اګست (اے پی پی) په پاكستان كښې د جاپان سفارت د نیپون فاؤنډېشن په مرسته د جاپان په اړه د 166 کتابونو يوه مجموعه د ’’ريډ جاپان پراجېکټ‘‘ لاندې کامسېټس یونیورسټی اېبټ آباد کېمپس ته ډالۍ كړه چې مقصد يۍ د كتابونو د لارې د جاپان د كلتور ٬ ادب ٬ تاريخ او سياست په اړه پوهاوې زياتول دي۔ په پاكستان كښې د جابان سفير اکا متسو …

ایبټ آباد۔ 25 اګست (اے پی پی) په پاكستان كښې د جاپان سفارت د نیپون فاؤنډېشن په مرسته د جاپان په اړه د 166 کتابونو يوه مجموعه د ’’ريډ جاپان پراجېکټ‘‘ لاندې کامسېټس یونیورسټی اېبټ آباد کېمپس ته ډالۍ كړه چې مقصد يۍ د كتابونو د لارې د جاپان د كلتور ٬ ادب ٬ تاريخ او سياست په اړه پوهاوې زياتول دي۔ په پاكستان كښې د جابان سفير اکا متسو شیوچی د ګل په ورځ د كامسېټس يونيورسټي اېبټ آباد كېمپس ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر شاهد خټك ته د نیپون فاؤنډېشن لخوا د كتابونو دا ډالۍ وړاندې كړه۔ په دې موقع دستورې ته خطاب كښې د جاپان سفير د نيپون فاؤنډېشن لخوا د كتابونو دا قيمتي ډالۍ په ترلاسه كولو زده كوونكو او استاذانو له مباركي وركړه او هيله يۍ څرګنده كړه چې زده كوؤنكي ٬ فېكلټي ٬ محققين او دانشوران به د جاپان په اړه مهم معلومات ترلاسه كولو دله كتابونو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د كتابونو دا ډالۍ به په حقيقت كښې د جاپان او پاكستان ترمينځه د ملګرتيا تړون لا مضبوطولو كښې د پل كردار ترسره كړي۔ د جاپان سفير پاكستانو ځوانانو ته د زده كړو په څنګه كښې مخ په وړاندې تللو كښې د كامسېټس پوهنتون كردار وستائېلو۔ ده د دې لوظ پخلے وكړو چې جاپان به کامسېټس پوهنتون سره په ګډه د زده كړو او كلتور په څانګو كښې هڅې روانې ساتي۔ د كامسېټس پوهنتون ډائرېكټر پروفېسر ډاکټر شاهد خټك خپله وېنا كښې د كتابونو په ډالۍ كولو د نیپون فاؤنډېشن او جاپاني سفارت مننه وكړه۔ ده هيله ولرله چې زده كوؤنكي به د دې كتابونو لوستلو سره نه يوازې دا چې د جاپان اړه زيات معلومات ترلاسه كړي بلكې په سباؤن كښې به د جاپان او پاكستان دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ نیپون فاؤنډېشن “ریډ جاپان پراجېکټ” 2008ء كښې پېل كړے ؤ چې مقصد يۍ د ګردې نړۍ پوهنتونو او كتابتونونو ته په انګلېسۍ ژبه كښې د جاپان په اړه د كتابونو ډالۍ وركول دي چې مقصد يۍ د كتابونو د لارې د جاپان د كلتور ٬ ادب ٬ تاريخ او سياست په اړه پوهاوې زياتول دي۔