اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاكستان-مراكش پارليماني فرينډ شپ ډلې غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د كنوينر سينيټر بلال احمد خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د مراكش سفير محمد كرمون پشمول سينيټر فيصل سليم رحمان٬مير دوستين خان ډومكي٬عمر فاروق او د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر ګډون وكړو ۔په غونډه كښې دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني٬اقتصادي او سفارتي روابط په لا پراخه كولو زور راوړو ۔ګډون …
د پاكستان-مراكش پارليماني فرينډ شپ ګروپ غونډه٬دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كولو ته اتفاق
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاكستان-مراكش پارليماني فرينډ شپ ډلې غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د كنوينر سينيټر بلال احمد خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د مراكش سفير محمد كرمون پشمول سينيټر فيصل سليم رحمان٬مير دوستين خان ډومكي٬عمر فاروق او د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر ګډون وكړو ۔په غونډه كښې دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني٬اقتصادي او سفارتي روابط په لا پراخه كولو زور راوړو ۔ګډون كوونكو د تعليم٬روغتيا٬تجارت او كركيلې پشان څانګو كښې مرستې زياتولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه ۔ سينيټر بلال احمد خان خپل ابتدائي كلمات كښې ووئېل باقاعده پارليماني تبادلو څخه به د تل پاتي مرستې او اولسي كچې رابطو ته وده ترلاسه شي۔د سينيټ چيئرمېن صلاحكار مصباح كهر د ادارجاتي مرستې په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل د تجارت٬سېلګرۍ او كلتور تبادلې دوه اړخيزه شراكتداري اوږدې مودې په بنيادونو قوي كولې شي۔د مراكش سفير محمد كرمون د پاكستان سره اړيكې لا مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلے كړے ۔ده د پاكستان څخه درآمدات كښې په اضافه زور راوړو او وې وئېل پاكستان وګړو لپاره اي ويزا آسانۍ وركړې شوي٬لهذا پاكستان هم د مراكشي وګړو لپاره ويزا سهوليات آسان كړے۔ده د اعلٰی كچ دورو بلنې هم وركړه ۔د غونډې په اختتام دواړو لخوا پارليماني سفارتكارۍ او اداره جاتي مرستې زياتولو د لارې د پاك-مراكش اړيكې لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔غړو ووئېل پرله پسې مكالمه٬باقاعده تبادله او عملي اقدامات دواړو هېوادونو اولس رانزدې كولو او دوه اړخيزه روابط لا مستحكم كولو كښې به سنګ ميل ثابت شي ۔












