د وزيراعظم په هدايت غزه لپاره د مرستې په 100 ټنه سامان مشتمل 21 م كهيپ د خصوصي پرواز د لارې روان كړے شو

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت غزه لپاره علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ څخه د مرستې په 100 ټنه سامان مشتمل په مجموعي توګه 21 م كهيپ د خصوصي پرواز د لارې روان كړے شو ے دے۔ د مرستې په سامان كښی راشن بېګز، تیار خوراك او ډبي بند فروټ شامل دي۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري …

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت غزه لپاره علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ څخه د مرستې په 100 ټنه سامان مشتمل په مجموعي توګه 21 م كهيپ د خصوصي پرواز د لارې روان كړے شو ے دے۔ د مرستې په سامان كښی راشن بېګز، تیار خوراك او ډبي بند فروټ شامل دي۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت د پاكستان لخوا غزه لپاره د مرستې نور سامان لېږلے شي۔ غزه لپاره د مرستې سامان لېږلو په اوسنۍ لړۍ كښې نور 412 ټنه د مرستې سامان د 5 پروازونو د لارې روان كړے شوے۔ علامه اقبال انټرنېشنل ائیر پورټ لاهور څخه 100 ټنه د مرستې سامان د خصوصي پرواز د لارې روان كړے شوے۔ په دے كھېپ كښی راشن بېګز ٬ تيار خوراك او ډبي بند فروټ شامل دي۔ تر دې دمه د 21 كھېپونو د لارې د لېږلې شوي سامان مجموعي وزن 2027 ټنه دے۔ دے څخه وړاندې په 23 اګست د مرستې 100 ټنه سامان لاهور او 12 ټنه اسلام آباد څخه روان كړے شوے ؤ۔ د سامان لېږلو په دستوره كښې وفاقي وزير چوهدری سالک حسېن د خاص مېمله په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې حكومتي استازي او د اېن ډي اېم اے اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د سامان په سمدستي توګه روانول باوري كولو له د اېن ډي اېم اے او نورو ادارو هڅې وستائېلې او د هغوي يۍ مننه وكړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان په دې سخت وخت كښې فلسطين سره ولاړ دے او د دوئي د حاجتونو ترسره كولو له به هره ممكنه هڅه كوي