سینیټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل 21مه غیر معمولي غونډه كښې ګډون له ورسيد

جدہ 25 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظیم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو کونسل 21مه غیر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره او آئي سي سیکرټریټ ته رسيدلے دے ۔د او آئي سي سیکرټریټ ته په رسيدو د او آئي سي سیکرټري جنرل حسېن براهیم طہٰ او د او آئي سي لپاره د پاکستان مستقل نمائنده فواد شیر د …

جدہ 25 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظیم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو کونسل 21مه غیر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره او آئي سي سیکرټریټ ته رسيدلے دے ۔د او آئي سي سیکرټریټ ته په رسيدو د او آئي سي سیکرټري جنرل حسېن براهیم طہٰ او د او آئي سي لپاره د پاکستان مستقل نمائنده فواد شیر د هغه هركلے وكړو۔نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار به د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غیر معمولي غونډه كښې ګډون كوي۔په غونډه كښې به د فلسطین په موجودہ صورتحال تفصیلي غور کولې شي كوم چې د اسرائیل پوځي جارحیت، په غزہ د بشپړه پوځي کنټرول مجوزہ منصوبو او د فلسطین اولس د بنیادي انساني حقونو په لويه توګه د خلاف ورزو له امله نور هم خراب شوے دے ۔