پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د مذهبي چارو او اوقاف محكمې د عید میلاد النبی په موقع په 12 ربیع الاول د رحمت اللعالمین کنفرنس كولو پريكړه كړې ده ۔اعلامیې تر مخه د خېبرپښتونخوا د اوقاف او مذهبی چارو محکمې له مخې د اوقاف او مذهبی چارو وزیر محمد عدنان قادری ووئيل د خېبرپښتونخوا وزیراعلی په سپارښتنه د هر ضلعې په كچه د رحمت اللعالمین صلی اللہ …
عید میلاد النبي په موقع په 12 ربیع الاول د رحمت اللعالمین کنفرنس كولو پريكړه شوې۔ د خېبر پښتونخوا د مذهبي چارو محکمه
پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د مذهبي چارو او اوقاف محكمې د عید میلاد النبی په موقع په 12 ربیع الاول د رحمت اللعالمین کنفرنس كولو پريكړه كړې ده ۔اعلامیې تر مخه د خېبرپښتونخوا د اوقاف او مذهبی چارو محکمې له مخې د اوقاف او مذهبی چارو وزیر محمد عدنان قادری ووئيل د خېبرپښتونخوا وزیراعلی په سپارښتنه د هر ضلعې په كچه د رحمت اللعالمین صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم په سرخط کنفرنس به كوو چې مقصد ئې نوې نسل د سیرت النبی ص څخه خبرول دي،په مجموعی توګه به په 38 ضلعو كښې رحمت اللعالمین کنفرنسز کولې شي۔عدنان قادري ووئيل په ضلعی او ډویژنل لیول به قرات او د نعت مقابلې كولې شي، په 12 ربیع الاول به د رحمت للعالمین کنفرنس مرکزي پروګرام په پېښور كښې كولې شي چې پكښې به خاص ميلمه وزیراعلیٰ وي۔ده ووئيل د ابتدائي و ثانوي تعلیم وزیر ته د سکولونو په كچه د رحمت اللعالمین په سرخط د هلو ځلو كولو لپاره چيټۍ هم ليكلې شوې ده ۔












