د سېلاب ځپلو مرستي له شته مند كسان، فلاحي ادارې او سول سوسائټي دې راوړاندې شي ۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق قام ته غږ كولو سره وئيلي دي د سېلاب ځپلو مرستي لپاره انفرادي او اجتماعي کردار ترسره كولو ته اړتيا ده،شته مند كسان، فلاحي ادارې او سول سوسائټي دې ځپلو مرستي له راوړاندې شي۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل شته مند كسان او سول سوسائټي دې د حکومت دد مرستې په هلو …

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق قام ته غږ كولو سره وئيلي دي د سېلاب ځپلو مرستي لپاره انفرادي او اجتماعي کردار ترسره كولو ته اړتيا ده،شته مند كسان، فلاحي ادارې او سول سوسائټي دې ځپلو مرستي له راوړاندې شي۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل شته مند كسان او سول سوسائټي دې د حکومت دد مرستې په هلو ځلو كښې مرسته وكړي،من حیث القوم د سېلاب ځپلو بحالی زمونږ اجتماعی ذمه واري ده۔ده ووئيل کے پی، ګلګت بلتستان، آزاد جموں او کشمیر او د هېواد په نورو برخو كښې د ځپلو سمدستي ریلیف ته اړټيا ده،شته مند كسان دې د ځپلو بحالۍ او كورنو رغونې لپاره په زړه پورې مرسته وكړي۔سپیکر سردار ایاز صادق ځوانانو ته د سېلاب ځپلو مرستي لپاره د برخي اخستو اپیل کولو سره ووئيل ځوانان دې رضاکارو په توګه د ځپلو بحالۍ، خوراك او د مرستې هلو ځلو كښې برخه واخلي۔ده ووئيل د سېلاب ځپلو بحالۍ له قامي جذبې، ایثار او د ورورولۍ څرګندونې ته اړتيا ده،دا وخت د يووالي او همدردۍ دے،بايد ځپليو له احساس وركړو چې هغوي يواځې نه دي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د يو بل سهارا جوړېدل زمونږ قامي فریضه ده۔