اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی ایم اے) له مخې د 26 جون نه تر اوسه په ټول پكستان كښې د بارانونو او سېلابونو له امله 788 كسان مړه ، 1,018 ژوبل، 6,630 كورونو ته زيان رسيدلې دغسې 5,548 څاوري مړه شوې دي۔اتھارټی له مخې د سخت موسم او نورو خطرو ترمخه امدادی کارروائی رواني دي۔سېلاب او باران په اړه بېلو پېښو كښې …
د 26 جون نه تر اوسه سېلاب له امله 788 كسان مړه شوې، 1,018 ژوبل، 6,630 كورونه تباه شوې، 5,548 څاوري مړه شوي۔این ډی اېم اے
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی ایم اے) له مخې د 26 جون نه تر اوسه په ټول پكستان كښې د بارانونو او سېلابونو له امله 788 كسان مړه ، 1,018 ژوبل، 6,630 كورونو ته زيان رسيدلې دغسې 5,548 څاوري مړه شوې دي۔اتھارټی له مخې د سخت موسم او نورو خطرو ترمخه امدادی کارروائی رواني دي۔سېلاب او باران په اړه بېلو پېښو كښې مړو شويو كښې 200 ماشومان، 471 نارينه او 117 ميرمني شاملي دي۔پنجاب كښې کم از کم 165 كسان مړه شوي چې پكښې 71 ماشومان، 63 نارينه او 31 ميرمني شامل دي۔ خېبرپښتونخوا كښې 469 كسان مړه شوي چې پكښې 81 ماشومان، 329 نارينه او 59 ميرمني شامل دي۔سندھ كښې 51 كسان مړه شوې چې پكښې 16 ماشومان، 29 نارينه او 6 ميرمني شامل دي۔ بلوچستان كښې 24 كسان مړه شوې چې پكښې 14 ماشومان، 6 نارينه او 4 ميرمني شامل دي۔ ګلګت بلتستان كښې 45 كسان مړه شوې چې پكښې 8 ماشومان، 29 نارينه او 8 ميرمني شامل دي۔ آزاد جموں او کشمیر كښې د سېلاب په وجه 23 كسان مړه شوې دي چې پكښې 5 ماشومان، 10 نارينه او 8 ميرمني شامل دي۔ اسلام آباد کیپټل ټیریټری كښې 8 كسان مړه شوې دي چې پكښې 4 ماشومان، 3 نارينه او يوه ميرمن شامل دي۔په ټول هېواد كښې سېلاب په اړه پېښو كښې په مجموعی توګه 1018 كسان ژوبل شوې دي چې پكښې 279 ماشومان، 493 نارينه او 246 ميرمني شامل دي۔ پنجاب كښې تر ټولو زيات 584 ژوبل شوې چې پكښې 175 ماشومان، 277 نارينه او 182 ميرمني شامل دي۔خېبرپښتونخوا كښې 285 كسان ژوبل شوې چې پكښې 58 ماشومان، 184 نارينه او 43 ميرمني شامل دي۔سندھ كښې 71 ژوبل شوې چې پكښې 35 ماشومان، 24 نارينه او 12 ميرمني شامل دي۔ بلوچستان كښې 5 كسانو ژوبل كيدو اطلاع ده۔ ګلګت بلتستان كښې 42 كسان ژوبل شوې چې پكښې درې ماشومان، 38 نارينه او يوه ميرمن شامل دي۔ آزاد جموں او کشمیر كښې 28 ژوبل شوې چې پكښې څلور ماشومان، 18 نارينه او 6 ميرمني شامل دي۔












