د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی سره د بحرین د كورنيو چارو وزير لیفټیننټ جنرل راشد بن عبدالله الخلفیه ټیلی فوني رابطه،اوسني سېلاب له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د بحرین د كورنيو چارو وزير لیفټیننټ جنرل راشد بن عبدالله الخلفیه ټیلیفوني رابطه كړې،د بحرین د كورنيو چارو وزير پاکستان كښې اوسني بارانونو او سېلاب له امله په شوې ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د بحرین د …

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د بحرین د كورنيو چارو وزير لیفټیننټ جنرل راشد بن عبدالله الخلفیه ټیلیفوني رابطه كړې،د بحرین د كورنيو چارو وزير پاکستان كښې اوسني بارانونو او سېلاب له امله په شوې ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د بحرین د كورنيو چارو وزير د مړو شويو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړي،د بحرین د كورنيو چارو وزير د سېلاب ځپليو لپاره د د پاكستان خپل همڅنګ له د هر ممكن مرستي وړانديز كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاکستانیانو سره ولاړ يو،د ځپليو مرستي لپاره حاضر يو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی سېلاب ځپليو سره د يووالي په څرګندونه د بحرین خپل همڅنګ مننه وكړه۔