اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) ضلع غذر كښې د سېلاب ځپليو لپاره د پاك پوځ سمدستي امدادی کارروائی رواني دي۔دا خبره دې ياده وي چې ضلع غذر كښې د ګلیشئر برسټ په نتيجه كښې د سېلاب له امله ځائې آبادی ستونزو سره شوې وه۔د سرلښكر په خاص سپارښتنه اېف سی این اے په ځپليو سيمو كښې سمدستي امداد او میډیکل کیمپس لګولې دي،په دې لړ كښې د پاك …
ضلع غذر كښې سېلاب ځپليو لپاره د پاك پوح سمدستي امدادی کارروائی رواني دي
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) ضلع غذر كښې د سېلاب ځپليو لپاره د پاك پوځ سمدستي امدادی کارروائی رواني دي۔دا خبره دې ياده وي چې ضلع غذر كښې د ګلیشئر برسټ په نتيجه كښې د سېلاب له امله ځائې آبادی ستونزو سره شوې وه۔د سرلښكر په خاص سپارښتنه اېف سی این اے په ځپليو سيمو كښې سمدستي امداد او میډیکل کیمپس لګولې دي،په دې لړ كښې د پاك پوځ د اړخه تھالی داس او روشن نومي كليو كښې میډیکل کیمپس جوړ شوې دي، میډیکل کیمپس كښې تر اوسه 600 څخه زياتو رنځورانو له طبی سهولیات وركړې شوي دغسې سېلاب ځپليو كورنيو له راشن او ټینټ وركړې شوي۔د پاك پوځ ځوانان نه يواځې ریلیف وركوي بلکه د ځپليو تر بشپړه بحالۍ له هم شپه ورځ چمتو دي۔د سيمي اولس د پاك پوځ دې سمدستي او عملی مرستي ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔پاك پوځ د آزمائش په هر وخت كښې د اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔












