ډھاكه 24 اګست (اے پي پي) پاكستان د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش دورے په موقع د’’پاكستان ۔ بنګله دېش نالج كوريډور‘‘ پېل كولو اعلان كړې دے،په دې منصوبه كښې به د بنګله دېش زدكونكو له راروانو 5 كلونو په مهال پاكستان كښې اعليٰ تعليم ترلاسه كولو له 500 وظيفې وركولې شي۔د دغه وظيفو څلورو كښې يوه برخه به د طب په څانګه …
پاكستان د ’’پاكستان ۔ بنګله دېش نالج كوريډور‘‘ پېل كولو اعلان
ډھاكه 24 اګست (اے پي پي) پاكستان د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش دورے په موقع د’’پاكستان ۔ بنګله دېش نالج كوريډور‘‘ پېل كولو اعلان كړې دے،په دې منصوبه كښې به د بنګله دېش زدكونكو له راروانو 5 كلونو په مهال پاكستان كښې اعليٰ تعليم ترلاسه كولو له 500 وظيفې وركولې شي۔د دغه وظيفو څلورو كښې يوه برخه به د طب په څانګه كښې وركولې شي۔دې نه ځانله په دې مهال به د بنګله دېش 100 سركاري ملازمانو له تربيه هم وركولې شي۔پاكستان د پاكستان ټيكنيكل اسسټنس پروګرام ترمخه د بنګله دېش زدكونكو له بېل شوې اسكالرشپس 5 څخه زياتولو سره 25 ته د رسولو پريكړه هم كړي۔












