ډھاكه 24 اګست (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېش په 6 بېلو لوظنامو لاس ليك كړې،په ډھاكه كښې د پلاويو په كچه خبرو اترو نه پس د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د بنګله دېش د خارجه چارو صلاحكار په نګرانۍ كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په 6 لوظنامو لاس ليك شوې۔په دې فهرست كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه …
د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په 6 لوظنامو لاس ليك
ډھاكه 24 اګست (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېش په 6 بېلو لوظنامو لاس ليك كړې،په ډھاكه كښې د پلاويو په كچه خبرو اترو نه پس د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د بنګله دېش د خارجه چارو صلاحكار په نګرانۍ كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په 6 لوظنامو لاس ليك شوې۔په دې فهرست كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه سفارتي او سركاري پاسپورټ هولډرز لپاره د ويزې ختمولو لوظنامه ، تجارت لپاره شريك وركنګ ګروپ په اړه اېم او يو، پاكستان او بنګله دېش فارن سروس اكيډميو ترمينځه اېم او يو، ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان كارپوريشن او بنګله دېش سنګباد سنګستھا ترمينځه اېم او يو، انسټي ټيوټ آف سټريټجك اسټډيز اسلام آباد او بنګله دېش اسټيټ ايكسچينج انسټي ټيوټ ترمينځه مفاهمت نامے شامل دي۔دې لوظنامو سره به تجارت او اقتصاديات، سفارت كارو تربيې، علمي تبادلو، ميډيا مرستي او كلتوري تبادلو كښې دوه اړخيزه مرسته په اداره جاتي كچه لا قوي شي۔












