پېښور 23 اګست (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د ځوانانو په کردار سازۍ زور راوړلو سره وئيلي چې تيرو 13 كلونو په مهال د پی ټی آئی صوبائی حکومت د ځوانانو تربيه نه ده كړي او د هغې په نتيجه كښې د 9 مئی په شان د افسوس وړ پېښې رامخې ته شوې،ځوانان د پاكستان سباؤن دې،د هغوي …
ځوانان د پاکستان سباؤن،د هغوي صحيح تربیه د وخت مهم حاجت دے۔وفاقی وزیر انجنیئر امیر مقام
پېښور 23 اګست (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د ځوانانو په کردار سازۍ زور راوړلو سره وئيلي چې تيرو 13 كلونو په مهال د پی ټی آئی صوبائی حکومت د ځوانانو تربيه نه ده كړي او د هغې په نتيجه كښې د 9 مئی په شان د افسوس وړ پېښې رامخې ته شوې،ځوانان د پاكستان سباؤن دې،د هغوي صحيح تربيه د وخت تر ټولو مهم ضرورت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پېښور ګلبهار كښې د مسلم لیګ (ن) یوتھ ونګ خېبر پښتونخوا د سيوري لاندې “ځوانانو كښې خبرتيا ، رهنمائی او مثبت کردار” په سرخط سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر انجینئرامیر مقام ووئيل یوتھ ونګ دا کنونشن د ځوانانو متحرك ساتلو او د هغوي لارښودني له مهم دے،د بده مرغه تيرو 13 كلونو كښې صوبې حکومت د ځوانانو تربيه نه ده كړي او د هغې په نتيجه كښې د 9 مئي په شان د افسوس وړ پېښې رامخې ته شوي۔ وفاقی وزیر ووئيل ځوانان د ادارو په ضد كارولې شوي ، ریډیو پاکستان بريد كولو او اسلام آباد قبضه كولو په شان پیغامونه وركړې شوي۔ وفاقی وزیر انجینئرامیر مقام ووئيل هغوي يواځې د يو تن خوشحالولو لپاره دا هر څه كړي او ځوانان بے لاري كړې شوي دغسې حاجت د دې خبرې ؤ چې ځوانان د سېلاب په شان قدرتی آفتونو كښې د اولس خذمت وكړي۔په دې موقع اېم پی اے او خواتین ونګ صدر صوبیه خان، ایم پی اے شازیه جدون او د مسلم لیګ (ن) پېښور صدر راشد محمود خان، مرکزی سیکرټری اطلاعات یوتھ ونګ علی خان یوسفزئی، یوتھ ونګ کے پی کے چیف آرګنائزر سمیع اللہ برکی، پارلماني غړو، مسلم لیګ (ن) صوبائی قیادت او ځوانان ګڼ شمير كښې موجود وو۔












