سېلاب ځپليو سيمو كښې نېشنل هائي وے په بشپړه ډول بحال شوې، 60 ځپليو فيډرو كښې 52 فيډري كار كوي، سوات ون كښې بجلي په بشپړه توګه بحال ده، رابطه سړكونه پرانستلے شوې۔عطاء الله تارړ

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو سيمو كښې نېشنل هائي وے په بشپړه ډول بحال شوې، 60 ځپليو فيډرو كښې 52 فيډري كار كوي، سوات ون كښې بجلي په بشپړه توګه بحال ده، رابطه سړكونه پرانستلے شوې۔د خالي په ورځ سېلاب ځپليو سيمو كښې د بجلۍ او سړكونو بحالۍ په …

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو سيمو كښې نېشنل هائي وے په بشپړه ډول بحال شوې، 60 ځپليو فيډرو كښې 52 فيډري كار كوي، سوات ون كښې بجلي په بشپړه توګه بحال ده، رابطه سړكونه پرانستلے شوې۔د خالي په ورځ سېلاب ځپليو سيمو كښې د بجلۍ او سړكونو بحالۍ په اړه ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اوسني بارانونو له امله اربن فلډنګ او كلاؤډ برسټ صورتحال كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه اين ډي ايم اے په بشپړه توګه فعاله وه كوم چې د صوبائي حكومتونو سره نزدې رابطه كښې وه، اين ډي ايم اے ريليف او ريسكيو هلو ځلو كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سپارښتنه پاك پوځ بېل يونټس او بټالينز سېلاب ځپليو سيمو ته لېږلې شوي،دا يو نيشنل رسپانس دے۔ وزيراعظم چې كله بونير ته لاړو نو فيلډ مارشل سيد عاصم منير ههم هلته موجود ؤ۔ وزيراعظم تيره ورځ هم د يوې غونډي مشري كړي چې پكښې د ټولو هلو ځلو تفصيلات ترلاسه شوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په خاص سپارښتنه د توان وفاقي وزير سردار اوېس لغاري سوات كښې موجود دے،دا مهال سوات ون ډويژن كښې بجلي بحال ده، ټولي فيډري آن لائن دي، پير بابا كښې 90 فيصده، ملك پور كښې 90 فيصده، ګوكنډ كښې 95 فيصده دغسې تحصيل پورن كښې 87 فيصده بجلي بحال شوي۔ده ووئيل سوات، شانګله، بونير او صوابۍ په 60 كښې 52 فيډري آن لائن شوي۔د بجلۍ بشپړه بحالۍ په پاتي 8 فيډرو كار روان دے او ډير زر به 100 فيصده بجلي بحال شي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د بحالۍ په هلو ځلو عمل كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د سړكونو په اړه كے كے ايچ، خوازه خيله روډ (اين-90) او استك برج جګلوټ–سكردو روډ بحال دے۔ نيشنل هائي وے كوم ركاوټ نشته۔ وفاقي حكومت د خېبر پښتونخوا سي اينډ ډبليو ډيپارټمنټ سره په ګډه په صوبائي سړكونو هم كار پېل كړې۔ اضافي مشينري رسولې شوي او رابطه سړكونه پرانستنلې شوي۔ده ووئيل وزيراعظم د مواصلات وزير عبدالعليم خان په خاص توګه ګلګت ته لېږلې دے۔ د مواصلاتو سيكريټري او اين ايچ اے چيئرمېن هم خېبر پښتونخوا كښې دي۔ ايف ډبليو او ههم د سړكونو بحالۍ په آپريشنز كښې شامل دې۔ وفاقي وزير ووئيل د ګلګت تحصيل ګوپس كښې تيره ورځ د خاور كمر راپريوتو سره هنګامي صورتحال پيدا شوې ؤ،خو هلته موجود ټول كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان چيف سيكريټري ته د ويډيو لنك د لارې سپارښتنه كړي چې سيمه محفوظ كړې شي۔ آرمي انجينئرنګ كور صورتحال جاج اخلي،تر اوسه رپورټس د اطمينان وړ دي۔ وزيراعظم خصوصي سيل د دې مانيټرنګ كوي۔ده ووئيل اين ډي ايم اے، صوبائي حكومت او پاك پوځ ګلګت بلتستان دغه ځپليو سيمو نګراني كوي۔ده ووئيل اين ډي ايم اے د نورو بارانونو اسپيلز په اړه ارلي وارننګ هم جاري كوي دغسې چې په وخت انخلا ممكن شي۔ده ووئيل ګنډا سنګھ والا (دريائے ستلج) كښې هم اين ډي ايم اے متحرك ده۔ ځپليو سيمو له وارننګز او خبرتيا وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ريليف هلي ځلي نېشںل رسپانس دي، وزيراعظم صورتحال څخه خبر دے او وخت په وخت اپ ډيټ اخلي۔