معركه حق نه پس اوس باید د پرمختګ معركه كښې كاميابي ترلاسه كړو، پاکستان به تر 2035 یو ټریلین ډالره اكانومي جوړه كړي، د هېواد په پرمختګ کښې د انجنئیرانو كردار مهم د: احسن اقبال

لاهور 23 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال وئیلي چې معركه حق جنګ نه پس اوس باید د پرمختګ په معركه كښې كاميابي ترلاسه كړو ٬ ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده ٬ پاکستان به تر 2035 یو ټریلین ډالره اكانومي جوړه كړي ٬ د هندوستان بے شرمه مخ نړۍ ته ښکاره شوې ٬ د پاکستاني پوځ ثابته کړې چې په نړۍ کښې …

لاهور 23 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال وئیلي چې معركه حق جنګ نه پس اوس باید د پرمختګ په معركه كښې كاميابي ترلاسه كړو ٬ ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده ٬ پاکستان به تر 2035 یو ټریلین ډالره اكانومي جوړه كړي ٬ د هندوستان بے شرمه مخ نړۍ ته ښکاره شوې ٬ د پاکستاني پوځ ثابته کړې چې په نړۍ کښې یې څوك مقابله نه شي كولې، د هېواد په پرمختګ کښې انجنئیرانو مهم كردار لري ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ انسټیټیوشن آف انجینئرز پاکستان ( آئی ای پی) د سيوري لاندې نشان امتیاز ترلاسه کولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کښې وکړې۔ په دې موقع د آئی اي پي صدر انجنیر منصور علي خان، سکرټري عامر ضمیر، انجنئیر محمد عثمان فاروق، انجنئیر جاوید قریشي، انجنئیر خالد بشیر، د پاکستان انجنیرنګ کونسل صدر انجنئیر عارف چوهدري، د ایف اي آئی ایس سي اے جنرل سکرټري انجنئیر سلطان محمود، د فیډریشن آف انجینئرز آف اسلامك کنټریز نمائندہ انجینئر سهیل مجید او این ای ډی پخوانې وائس چانسلر او پی ای سی سینئر رکن انجینئر سروش لودھی پشمول نور هم پھ دې موقع موجود وو ۔وفاقي وزیر ووئیل، زه د لوے څښتن مننه کوم چې ماته نشان امتیاز ترلاسه شوے ۔ زه په دې پوهیږم چې دا اعزاز زما شخصي نه دے، بلکه د پاکستان د هر انجنئیر او هر پروفيشنل ته ترلاسه شوې ۔ زه هم یو انجنئیر یم او د انجنئیر په توګه ستاسو ټولو نمائندګي كوم ۔ وفاقي وزیر ووئیل زما تعلق د سرمايه داري يا جاګيرداري كورنۍ سره نه دے ، زه د منځنۍ طبقې نمائنده يم او که د یو انجنئیرنګ: زده کوونکی د پوهنتون څخه د پلاننګ وزیر او بیا تر د نشان امتیاز تر لاسه کولو سفر کولې شي، نو بیا هېڅ داسې وجه نشته چې دلته موجود هر ځوان انجنئیر دا سفر ونه کړې شي۔ ده ووئيل بې د شک پاکستان د حق په جګړه کښې په زړه پورې كاميابي ترلاسه کړې او دې كاميابۍ پاکستان یو ځل بیا د نړۍ په وړاندې کامیاب کړې او د هغه دښمن غرور ئې له خاورو سره خاورې کړې چې 30 کاله ئې د سیمه ايز لوئ ځواك په توګه خپل مخ جوړ کړی ؤ۔ زمونږ د بهادرو ځوانانو کلك ځواب د هغوي ټول ميك اپ ختم كړې او نړۍ ته ئې ثابته کړه چې هغه څومره په حقیقت کښې څه دی او په نړۍ کښې ئې د پاکستان يو مقام ښكاره كړو ۔ بے د څه شكه دا زمونږ لپاره یو ډېر لويه كاميابي ده، خو تاریخ وائي چې په سیاست او د جګړې په ميدان كښې كومه هم كاميابي عمر له نه وي، تر څو چې د هغه شاته د ټيکنالوجۍ او معيشت د كاميابۍ دیوال نه وي جوړ شوی۔مونږ بے د څه شكه د معركه حق كښې كاميابي ترلاسه كړي، خو اوس د یوې نوې جګړې پیل شوی او هغه د پرمختګ جګړه ده چې مونږ یې باید وګټو۔ د دې پرمختګ جګړې نقشې د نوي پاکستان په په صورت كښې د قوم په وړاندې دے، كوم لپاره به چې موڼږ له لوئ محنت كول وي، دغسې چې پاکستان تر 2035 يو ټریلین ډالر معيشت كښې بدل کړو۔ که مونږ دا کار ونه کړو، نو بیا به مونږ د جګړې او دفاع په څانګه كښې خپله كاميابي ډېر وخت ونه شاتو۔