اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي چې ډيجيټل سرمايه کاري آرزانه ، تندرفتاره او زيات شفافيت لرونكې ده، د هېواد 10 نه تر 15 فيصده كسان ډيجيټل کاروبار سره تړون لري،سباؤن كښې به د ډيجيټل اثاثو رجحان نور هم زيات شي، ډيجيټل سرمايه کارۍ قوانين به هم ښه كول وي دغسې چې سرمايه کارۍ كښې شفافيت باوري كړې شي، د وخت …
ډيجيټل سرمايه کاري آرزانه ، تندرفتاره او زيات شفافيت لرونكې ده، د هېواد 10 نه تر 15 فيصده كسان ډيجيټل کاروبار سره تړون لري، د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ’’بلاك چين اينډ ډيجيټل اېسټس: ټيکنالوجي اينډ انوويشن ‘‘ کنفرنس ته وينا
اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي چې ډيجيټل سرمايه کاري آرزانه ، تندرفتاره او زيات شفافيت لرونكې ده، د هېواد 10 نه تر 15 فيصده كسان ډيجيټل کاروبار سره تړون لري،سباؤن كښې به د ډيجيټل اثاثو رجحان نور هم زيات شي، ډيجيټل سرمايه کارۍ قوانين به هم ښه كول وي دغسې چې سرمايه کارۍ كښې شفافيت باوري كړې شي، د وخت د تقاضو له مخې به معاشي ترجيحات مرتب کول وي، حکومت سرمايه کارو له آسانيو وركولو له چمتو دے، په کرپټو مائيننګ غور كوو په دې اړه کرپټو کونسل جوړ شوې، ډيجيټل اثاثو او کاروبار په قوانين كار روان دے،سوداګر او سرمايه کار طبقې له سهوليات وركولو ته پام لرنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ’’بلاك چين اينډ ډيجيټل ايسټس: ټيکنالوجي اينډ انوويشن ‘‘ په اړه کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده د کنفرنس منتظمينو او لمز مننه كولو سره ووئيل چې هغوي قومي معيشت په پرمختګ او نوي معاشي اړخونو معارفي كولو كښې زمونږ مرسته كوي۔ده ووئيل دا يو حقيقت دے چې نړۍ پرله پسې مخ په وړاندې روانه ده۔ده ووئيل تير كال ما د دې فالو کول پېل كړي،د پاکستان 20 نه تر 25 مليونه كسان څه نه څه ډول بلاك چين او ډيجيټل اثاثه جات وغيره سره تړون لري چې پكښې سرمايه کار د ګټي كونكې سره سره ځيني وخت خساره برداشت کونكې هم شامل دي۔ ده ووئيل دا يو حقيقت دے چې زمونږ د 10 نه تر 15 فيصده آبادي دې هلو ځلو سره تړون لري چې پكښې زياتره ځوانان شامل دي۔ده ووئيل پاکستان چې په كوم پوزيشن هم دے هو هغه نظر انداز كيدے نشي،دغه وجه ده چې د لاهور يونيورسټي آف مينجمنټ (لمز ) قيادت سنبھال كړې او نورو شراکتدارو په مرسته لمز كښې سينټر آف ايکسيلنس جوړ شوې په دې د شراکتدارو هڅي د ستائنې وړ دي۔ سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل د خزاني وزير په حيث زما نقطه نظر مختلف دے او زه دې ته د ريګوليټري په نقطه نظر ګورم۔ده ووئيل دغسې چې كله زياتي هلي ځلي كيږي نو قواعد وضوابط هم ضروري وي ۔ده ووئيل مونږ 5٬ 6 كاله هلو ځلو نه پس ډير په مشكل سره د ګرے لسټ څخه بهر شوې يو او مونږ بيا هغه صورتحال ته تلل نه غواړو۔ده ووئيل بايد مونږ ريګوليټري تناظر كښې دغه هلي ځلي بېل نظر سره وګورو۔د خزاني وزير ووئيل دا د پاکستان لپاره يوه ښه موقع ده او بايد مونږ دا مخ په وړاندې بوځو او مالياتي شراکت، شفافيت او ټيکنالوجي څخه استفاده تر نظر وساتو۔د خزاني وزير ووئيل حکومت د کرپټو کونسل جوړولو په اړه مهم اقدام كړې دې نه پس پاکستان ورچوئل ايسټس ريګوليټري اتھارټي (پي وي اے آر اے) په آرډيننس كار كيږي او په دې اړه وړومبۍ غونډه به د ګل په ورځ كيږي چې پكښې به پاليسي چاري د ايجنډا آئټمز جاج اخلي ۔ده ووئيل بلاك چين په اړه قوانين به ډير زر قومي اسمبلۍ او سېنېټ څخه منظور شي،د كوم لپاره چې مونږ د بېلو هېوادونو د قوانين څخه استفاده هم كړي۔د خزا ني وزير ووئيل حکومت د قومي معيشت په پرمختګ كښې د نجي څانګي د کردار معترف دے او د وزيراعظم د ويژن له مخې نجي څانګي له ښه ماحول وركولو ته خاص پام لرنه كولو سره ريګوليټري قوانين كښې سهوليات وركول باوري كيږي۔ده ووئيل مونږ له به قومي معيشت په جديد معيشت كښې بدلول وي،په دې اړه كوټلي تګلارې ترمخه او په خاص توګه د ځوانانو شموليت باوري كولو سره اقدامات کوو۔د خپل خطاب په اختتام ده د سيمينار په كولو د لمز انتظاميې او نورو شراکتدارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔












